د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مذاکرات؛ د افغان حکومت امریکا او ترکیې استازي دوحه کې خبرې کوي


ټاکل شوې په روانه اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.
ټاکل شوې په روانه اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي د افغان سولې اړوند د ترکیې د جوړېدونکې غونډې په اړه سلا مشورې روانې دي.

محب نن شنبه اپرېل۳ (وري ۱۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل: "د امریکا او ترکیې پلاوي په دوحه کې دي او زموږ مذاکراتي پلاوی ورسره خبرې کوي.. تر اوسه کومه ښکاره نتیجه تر لاسه شوې نه ده، مذاکرات شروع دي. که کومه نتیجه تر لاسه شوه حتماً یې شریک وو."

ښاغلي‌ محب ونه ویل چې په افغان پلاوي کې څوک شامل دي او دا مذاکرات کله پیل شوي.

حمدالله محب وویل چې د ترکیې ناستې په اړه د ترکیې له چارواکو سره هم خبرې روانې دې تر څو یاد کنفرانس په بریالیتوب سره ترسره شي.

ټاکل شوې په روانه اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار تر دې مخکې ویلي وو چې افغان حکومت په یاده غونډه کې ګډون کوي، خو لا معلومه نه ده چې دغه غونډې ته به د افغان حکومت په استازیتوب څوک او څومره کسان واستول شي.

خو محب وویل چې تر دامهاله د دغه ناستې د تر سره کېدو د نېټې، د ګډون کوونکو او اجنډا په اړه کوم توافق نه دی شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته پخپل وروستي لیک کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د یو نړیوال کنفرانس جوړېدو ته اشاره کړې وه.

د ترکیې تر ناستې مخکې تیره میاشت په روسیه کې هم دافغان سولې په اړه غونډه تر سره شوه.

بلخوا ارګ وايي ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالتونو له شارژدافیر، د ناټو ملکي استازي او د یوناما د سرپرست په ګډون د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو او د بین المللي بنسټونو له ځینو استازو سره په ارګ د افغان سولې بهیر د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړي دي.

ارګ وايي ولسمشر غني په دغه کتنه کې یادو استازو ته د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري په اړه معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG