د لاس رسي وړ اتصالات

کابل سبا د سولې د څلور اړخیزې ناستې کوربه دی


تمه کیږي چې د کابل په غونډه کې به د سولې د خبرو نقشه بشپړه شي
تمه کیږي چې د کابل په غونډه کې به د سولې د خبرو نقشه بشپړه شي

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي کابل کې سره راغونډیږي چې له طالبانو سره د سولې پر مذاکراتو وغږیږي.

تمه کیږي چې د څلورو هیوادونو استازي به پخپله دوهمه ناسته کې د سولې د مذاکراتو په اصطلاح "نقشه" بشپړه کړي. دغه نقشه تا تګ لوری به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو او ممکنه تفاهم بنسټ او چوکاټ وي.

په کابل کې د دوشنبې غونډه د اسلام اباد د ناستې په دوام دایریږي. د اسلام اباد غونډه تېره دوشنبه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي "پدې ناستې کې به د اسلام اباد د ناستې استازي برخه ولري، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چوهدري، د چین استازی دینګ شیجون او د امریکا استازیتوب ریچارد اولسن کوي”.

ښاغلي مستغني وویل، تمه ده د سولې د لارې نقشه پدې ناسته کې وروستۍ شي، هغه وویل د سولې د لارې نقشه افغان حکومت تیاره کړې ده او د طرحې په توګه به یې سبانۍ ناستې ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي بیا په کابل کې د سولې د مذاکراتو په تړاوو د دوشنبې د ورځې د څلور اړخیزې ناستې په تړاوو وايي، چې لا هم دا لړۍ په لومړنیو مراحلو کې ده او دا تمه ژر نه شي کېدای چې طالبان دې ژر د سولې د مذاکراتو میز ته کښیني.

غبرګونونه

د ولسي جرګې غړی انجنیر کمال وايي" افغان حکومت د سولې په تړاوو خپل میکانیزم پرمخ وړي او هغه څه چې له حکومت پلاوي اورو، هغه دا دي چې حکومت د سولې د مذاکراتو له وروستیو هڅو ډاډه دی”.

د سولې عالي شورا بیا د دې ناستې په اړه مثبت نظر لري او ددې شورا غړی حبیب الله فوزي وايي چې له غونډې وروسته باید د سولې مخامخ خبرې پيل شي.

پخوانی طالب چارواکی اکبر اغا بیا وايي، د سولې د مذاکراتو د وروستیو هڅو له پایلو ډاډه ندی، وايي حکومت دې د سولې لپاره د طالبانو د شرطونو د وړاندې کولو مخالفت نه کوي.

اکبر اغاء چې اوس مهال د خلاصون د شورا مشري هم کوي، وايي چې طالبانو د سولې دا وروستۍ هڅې نه رد کړي او نه یې هم تائيد کړي.

دی وايي "د ملا اختر منصور ډله غټه ډله ده او دا نور ورپسې دي، چې دا نورې ډلې ورسره یو کړي او توقع مو دا ده چې له یوه ادرس نه د سولې غږ راپورته شي”.

XS
SM
MD
LG