د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ننني ځانمرګي برید کې پنځه تنه وژل شوي


د کابل پولیس وایي، د باغ داود په سیمه کې دا برید د موټر په وسیله شوی، چې پنځه تنه یې وژلي دي

د کابل پولیس وايي، نن د پنجشنبې د ورځې (زمري ۴مه) د کابل ښار د پنځمې حوزې مربوط د باغ داود په سیمه کې د ملي امنیت د "صفر یو" ځانګړو ځواکونو د موټرو یو کاروان مخ ته یو ځانمرګي بریدګرد چاودیدونکو توکو ډګ موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو د رسنیو سلاکار حشمت الله ستانګزي خبریالانو ته وویل، چې په دې برید کې یو ملکي وګړی او د ملي امنیت ریاست د ځواکونو څلور سرتیري وژل شوي او هم یو ملکي وګړی او د دغه ریاست د ځواکونو پنځه سرتیري ټپیان شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د ملي امنیت د "صفریو" قطعې په کنډک د موټر بم په دغه برید کې د کنډک لسګونه سرتیري وژل شوي او ګڼ شمیر وسائط یې له منځه تللي دي.

دغه رازد طالبانو ویاند تیره شپه دوه بجې د میدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ دوراني په سیمه کې د "صفریو" د قطعې پر قطار د بل موټر بم برید ادعا کړې او په برید کې یې د دغې قطعې سرتیرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکړی دی.

خو تراوسه د میدان وردګ ولایت امنیتي چارواکو د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG