د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې په ځانمرګي بریدګرکې یو تن وژل شوی


د کابل د شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی دی.
د کابل د شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی دی.

نن سهار د کابل د سید نورمحمد شاه مینې د لومړي سړک په څلورمه کوڅه کې یوه ځانمرګي برید کوونکي ځان پورې ټړلي چاودیدونکي توکي چاودنه ورکړې چې له امله یې یو تن وژل شوی او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د پیښې په ځای کې د امریکا غږ خبریال رحیم ګل څاروان وایي چې برید کوونکی چې پیاده روان وو، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یو چارواکي اول رحمان رودوال، موټر یې په نښه کړی چې له امله یې یو تن وژل شوی او لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د امریکا غږ خبریال وایي چې په دغه برید کې د برید په ځای کې په یو کور کې ډیرې ښځې ټپیانې شوي دي او او کور ودانئ ته یې زیان رسیدلی دی.

اول رحمان رودوال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د برید هدف دی وو، خو د برید په وخت په موټر کې نه وو.

ښاغلي رودوال وویل "په برید کې زما ډرایور وژل شوی او یو ساتونکی مې ټپي شوی دی، د برید هدف زه وم ما مې ډرایور راغوښتې وو چې راشي او ما دفتر ته یوسي ".

تراوسه لا کومې ډلې ددغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG