د لاس رسي وړ اتصالات

امنیه قومانداني: د کابل پوهنتون د شخړې په تړوا ۳۵تنه نیول شوي


د کابل پوهنتون لیله
د کابل پوهنتون لیله

د کابل امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د کابل پوهنتون په لیلیه کې د تېرې ورځې تاوتریخوالې کې یو محصل وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي‌ دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د جمعې په ورځ د«لړم پر۲۵مه» امریکا ږغ ته وویل چې د یادې پېښې په تړاو ۳۵ نور محصلین نیول شوي چې دا مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

مجاهد زیاته کړه چې په لیلیه کې د تېرې ورځې پېښه په طعم خورۍ کې د ډوډۍ د نوبت پر سر د دوو محصلینو ترمنځ رامنځته شوه چې د محصلینو پر دوو ډلو وېشلو سره پراخه شوه.

مجاهد: نړیول شوي کسان په قوماندانۍ کې دي
مجاهد: نړیول شوي کسان په قوماندانۍ کې دي

مجاهد وویل:"په دغه پېښه کې یوتن وژل شوی، ۱۹ ټپیان دي او ۳۵ تنه نور چې په دغه تاوتریخوالې کې لاس درلود نیول شوي دي او د مهاله په امنیه قوماندانۍ کې دي."

نوموړي زیاته کړه چې یاد محصلین د لرګیو، تیږو، بوکسونو په وارونو کې ټپیان شوي دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت بیا د پېښې پراخېدو اصلي لامل له پوهنتون څخه بهر بولي.

دغه وزارت وايي، دوی د پوهنتون دننه پېښه پر خپل وخت کنټرول کړه او د وضعیت د ښه کېدو په هدف لیلیه تخلیه شوه چې له پوهنتون څخه بهر یو شمېر کړیو دغه موضوع پراخه کړه او وايي د پوهنتون دننه چاته زیان نه دی رسېدلی.

​د دغه وزارت ویاند فیصل امین د جمعې په ورځ د «لړم پر ۲۵مه» له امریکا ږغ ته وویل:"دغه پېښه د لوړو زده کړو وزارت او پولیسو لخوا په پوهنتون کې پر وخت کنټرول شوه، د دې لپاره چې په پوهنتون کې لویه پېښه رامنځته نشي محصلین له لیلې څخه و ایستل شول، وروسته ځینې کړۍ او خلکو له پوهنتون څخه بهر دغه موضوع ته لمن ووهل او لویه یې کړه."

نوموړي زیاته کړه چې له پوهنتون څخه بهر د پېښې تر پراخېدو وروسته د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون رهبرۍ لخوا لیلیه تړل شوې چې د بېرته فعالولو په اړه به یې سبا پرېکړه وشي.

امین وویل، د لوړو زده کړو وزارت قانون د ۳۳ مادې او د لیلې د مقررې لمخې هېڅ محصل په پوهنتون کې د سیاسي، او ګوندي فعالیت اجازه نه لري.

د هغه په خبره د یادې مادې سرغړونکې به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.

د کابل پوهنتون لیلیه د هېواد په کچه یوه له لویو لیلیو څخه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو زرګونه مسافر محصلین پکښي اوسېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې په دغه لیله کې لفظي شخړه په فزیکي شخړه اوړي.

په ۱۳۹۱ کال کې هم په دغه لیله کې د سني او شعیه مصحلینو ترمنځ نښته کې یو شمېر محصلین ټپیان شول.

د کابل پوهنتون لیلیه چې په دې وروستیو کې نسبت نورو وختونو ته منظمه شوې وه او مقررات یې سخت شوي وو بیا هم د محصلینو ترمنځ د شخړې شاهده وه.

XS
SM
MD
LG