د لاس رسي وړ اتصالات

نابینامحصلین د افغانستان روښانه راتلونکې ته تیاری نیسي


دا محصلین وايي د ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو نابینايي یې د زده کړو مخه نه شي نیولای.
دا محصلین وايي د ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو نابینايي یې د زده کړو مخه نه شي نیولای.

ګڼ شمیر محصلینو چې د نابینایانو ځانګړي ښوونځي یې لوستي، د کانکور له لارې مختلفو پوهنځیو ته بریالي شوي.

دغه محصلین وايي چې دوی د ازموینو پر مهال تقریرې ازموینې ورکوي، او د استاد لکچرونه ثبت کوي.
دغه محصلین وايي چې دوی د ازموینو پر مهال تقریرې ازموینې ورکوي، او د استاد لکچرونه ثبت کوي.

د کابل پوهنتون نابینا محصلین وايي په زده کړو کې هڅه کوي چې د نورو د اوږو بار نه شي. سکینه سادات د پښتو ادبیاتو پوهنځي د لومړي کال محصله ده. سکینه وایي په پوهنتون کې د ډیروستونزو سره مخامخ شوې خو بیاهم خپل هدف تعقیبوي او د خدای په تکل خپل تحصیل ته ادامه ورکوي.

د کابل پوهنتون مسئولین وايي روان ۱۹۹۷ لمزیز کال کې د اول ځل لپاره دوولس نابینا محصلین د کانکور له لارې بریالي شوي، چې د ادبیاتو، شرعیاتو او ژورنالیزم په پوهنځیو کې زده کړې کوي.

سږکال د اول ځل لپاره ۱۲ نابینا محصلین د کانکور له لارې بریالي شوي.
سږکال د اول ځل لپاره ۱۲ نابینا محصلین د کانکور له لارې بریالي شوي.

دا محصلین وايي که څه هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو نابینايي یې د زده کړو مخه نه شي نیولای.

دغه محصلین وايي چې دوی د ازموینو پر مهال تقریرې ازموینې ورکوي، او د استاد لکچرونه ثبت کوي او په کورکې يي د بیاځلي اوریدو له لارې زده کوي. د دغو محصلینو په خبره چې تر فراغت وروسته به له نابینایانو سره د زده کړو په برخه کې مرسته کوي.

که څه هم په کابل پوهنتون کې د نابینایانو لپاره د زده کړو ځانګړې ټولګي او استادان نشته، خو د دغه پوهنتون مسئولین وايي چې خپلو نابینا محصلینو ته یې د لیلیې اسانتیا برابره کړي، چې د تګ راتګ پر وخت له ستونزو سره مخ نه شي

د روغتیا نړیوال سازمان د موندنو پر أساس، په أفغانستان کې شاوخوا څلور سوه زره نابینایان دي او یونیم میلیون یي په یوه سترګه ړانده دي چې که چیرته د سترګو منظم صحي کلینیکونه فعاله شي نو د اتیا سلنه نابینایانو درمنله ممکنه ده او بیرته به بینا شي.

XS
SM
MD
LG