د افغانستان پلازمېنه کابل د نفوسو د ډیروالي، د ورښتونو او موسمي واورو د کمښت، او د ځمکنيو اوبو د مدیریت پرته کارونې له امله د اوبو له سخت بحران سره مخ دی.
په افغانستان کې د اوبو بحران، په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې، ناڅاپي او لنډمهاله ستونزه نه ده، بلکې یو مخ پر زیاتېدو ستونزه ده.
د بشري مرستو د بنسټونو راپورونه ښيي چې د بارانونو کمښت، د ځمکنيو اوبو د سطحې شدید ټیټوالي، او د اوبو د سرچینو د کمزورې مدیریت د دې لامل شوی چې په ټول افغانستان کې میلیونونه خلک په اوږدمهال ډول د څښاک د اوبو له دوامدار کمښت سره مخ شي.
د ژورو څاهګانو بېبرنامې او پراخې کیندنې نه یوازې په کابل ښار کې د کورنیو عادي څاهګانو د اوبو سطحه ټیټه کړې، بلکې د ځمکې لاندې د اوبو د تغذیې رګونه یې هم بند کړي، چې له امله یې په تېره یوه لسیزه کې د اوبو سطحه په څرګند ډول راټیټه شوې ده.
په تېرو یو-دو کلونو کې، د یونیسف په شمول د ملګرو ملتونو بنسټونو په کابل کې د اوبو د دوامدار کمښت په اړه خبرداری ورکړی و او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې بېړنیو او عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د کابل په څیر په لویو ښارونو کې د نفوس د زیاتوالي او د طبیعي اوبو د ضایع کېدو له امله څاهګانې مخ په وچېدو دي، او دا حالت کورنۍ دې ته اړ باسي چې د اوبو د برابرولو لپاره پر نامطمینو سرچینو تکیه وکړي یا هم په لوړه بیه اوبه واخلي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) تېر کال خبرداری ورکړی و چې د کابل د ځمکې لاندې اوبه ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړه توګه وچې شي، چې دا د ښاري کېدو د چټک زیاتوالي او د اقلیم د بدلون د اغېزو د شدیدېدو له امله رامنځته شوې ده.
په وروستیو کلونو کې د اوبو شدید کمښت د کابل اوسېدونکي سخت ځپلي دي، او پرلهپسې داسې انځورونه خپاره شوي چې خلک د اوبو د وېش په ځایونو کې په لیکو کې ولاړ دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) مخکې ویلي چې د افغانستان د اوبو ستونزې د یو شمېر نورو عواملو پورې تړلي دي، لکه اوږدمهاله وچکالۍ، اقتصادي بېثباتۍ او لسیزو جګړو پایله ده، چې په ټوله کې یې د افغانستان د اوبو زیربناوو ته د پام وړ زیان رسولی دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که بېړني اقدامات او د اوبو د سرچینو دوامداره مدیریت ونه شي، دا بحران به نه یوازې دوام ومومي، بلکې په راتلونکو کلونو کې به لا هم شدید شي.
فورم \ دبحث خونه