د کابل هغه سیمې چې په لوړو غونډیو او غرونو پرتې دي د کلونو راهیسې د څښاک د اوبو د سخت کمښت سره مخ دي چې اوسنۍ وچکالۍ دغه ستونزه نوره هم زیاته کړې او د سیمې خلک د اوبو تر لاسه کولو دپاره هره ورځ سخت کړاوونه ګالي.
د کابل د سرې میاشتې په ښارګوټي کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د یو څاه نه د څښاک اوبه کاږي. په دې کلیوالو خلکو کې یوه هم مومنه ده چې هره ورځ د خپلې کورنۍ دپاره د اوبو څو څو بوشکې لوړې ته خیژوي.
مومنه د ښار د کوه بالا په سیمه کې اوسیږي. د غره په سر کور او د غره په لمنه کې د اوبو څاه د مومنې په څېر مېرمنو دپاره د هرې ورځې له تکلیفه ډک سفر دی.
هغه وايي، خر نه لري او له کلونو راهیسې پر اوږه باندې د غره سر ته اوبه خیژوي.
هغه ماشومان لري خو واړه دي او ددې توان نلري چې اوبه وخیژوي. وايي، د اوبو خېژولو پر وخت څو ځله ښویېدلې ده، پښه او سر یې زخمي شوی دی.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا دلته د څښاک د اوبو دا مشکل د تېرو شاوخوا دریو کلونو نه روان دی.
د سرې میاشتې د ښارګوټي مسئول، ابراهیم احمد وايي، یوې خصوصي کمپنۍ د غره د سر کورونو ته اوبه رسولې خو دا ۳ کاله کیږي چې دا کار نه کوي.
د دې سیمې ډیرې کورنۍ د اوبو د نشتوالي له امله کډه کولو ته مجبورې شوي دي.
د کوه بالا د کلي خلک ګیله من دي چې پدې دریو کلونو کې نه خو دولت او نه هم کومې غیر دولتي موسسې د دوی د څښاک د اوبو د مشکل د حل کولو هڅه کړیده.