د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو بله پېښه؛ افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۵ ته ورسېدې


افغانستان کې د پولیو پېښې ۱۵ ته ورسېدې
افغانستان کې د پولیو پېښې ۱۵ ته ورسېدې

په کندهار کې د پولیو یوه بله تازه پېښه ثبت شوه چې په دې سره په افغانستان کې سږکال د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۱۵ ته لوړ شو.

دا دوه کلنه ګوزن شوې ماشومه د کندهار ښار په ختیځه برخه ښوراندام کې اوسیږي. تر دې مخکې په کندهار کې د پوليو اوه نورې پېښې هم شوې وې.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالشکور نصرت امریکاغږ ته وويل چې د پوليو دنوې پېښې دوی اندېښمن کړي دي.

له تیرو دو ورځو راهیسې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شوې دی چې کندهار ولایت هم پکې شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو دملاتړ د ادارې یا یونیسف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه وايې چې کورنۍ دې د ماشومانو روغتیا ته پام وکړي او د هغوی په وقایه کې دې د پوليو له ټيمونو سره مرسته زیاته کړي.

له روان ۲۰۲۸ عیسوي کال راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پيښو شمیر ۱۵ ته ورسید، چې ۸ پيښې په کندهار، ۲ پيښې په ننګرهار، ۳ پيښې په کونړ، یوه په ارزګان او یوه پيښه هم په هلمند ولایت کې را منځته شوې ده.

په دې سره افغانستان په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې سږکال په کې د پولیو دومره ډېرې پېښې کیږي.

د روغتیایي مسئولینو په وینا، په افغانستان کې د پولیو زیاتره پيښې په هغو سیمو کې شوې چې نا امنه دي او هم په زیات شمير ماشومانو په لرو پرتو سیمو کې د نا امنیو له امله د ګوزڼ ضد څاڅکو څخه بې برخې پاتې کیږي.

روغیتایي کارکونکي وایي، چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ لپاره تر اوسه کوم درمل نه دي جوړ شوي، خو د واکسین دوه څاڅکي کولې شي ماشومان له تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG