د لاس رسي وړ اتصالات

د سپین بولدک او تورخم له لارې راستنیدونکو کډوالو ته ځانګړی تیاری نیول شوی- مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پولیو پر ضد د مبارزې د ملي مرکز مسؤولین وایي چې د هغو افغان ماشومانو واکسین ته یې ځانګړی تیاری نیولی چې د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته را ستنیږي.

پاکستان د پولیو زیاتې پېښې لري چې هېواد ته د ستنیدونکو کډوالو ماشومانو له راتګ سره سم د یادې ناروغۍ د محیطي ویروس د انتقال وېره هم زیاته شوې.

له هغه راهیسې چې پاکستان په زوره د افغان ګډوالو د ایستلو بهیر پيل کړی، ورسره سم په سپین بولدک او تورخم کې د پولیو پرضد د را ستنیدونکو کورنیو د ماشومانو واکسین کولو ته هم چمتوالی نیول شوی.

دا مسؤولین وایي چې په سپین بولدک او تورخم کې یې تر اوسه ۵۰۰زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړی.

یاد شمېر ماشومان په تیرو څه باندې دو میاشتو کې واکسین شوي چې دا د خپل ډول تر ټولو لوړه کچه ده.

د پولیو د بیړني مرکز د څار او ارزونې مسؤول، نور محمد نور یې په هلکه داسې وایي: " زموږ تول تیمونه د سپین بولدک او تورخم بارډر کې چمتو دي، لکه د ملګرو ملتونو او د 'یو ان ایچ سي‌ آر' په څېر د دوی ټیمونه هم هلته شته او تر ۵۰۰زره هغو وطنوالو ته چې نوي افغانستان ته راغلي، واکسین تطبیق شوی او که نور ماشومان هم راشي، د هغوی لپاره هم سهولتونه موجود دي."

په سپین بولدک ولسوالۍ کې ځايي روغتیايي مسؤولین وایي چې د نړیوالو مرسته کوونکو روغتیايي سازمانونو په مرسته یې د راستنیدونکو ګډوالو د پولیو واکسین ترڅنګ، د مور او ماشوم د روغتیا په ګډون په ځینو نورو برخو کې ځانګړي روغتیايي پلانونه ترتیب کړي.

د دې ولسوالۍ یو روغتیايي مسؤول، ډاکتر نجیب الله‌ یې په اړه‌ وایي: "دلته مکمل روغتیایي خدمات ورکول کیږي او زموږ د خدماتو کڅوړه کې د مور او ماشوم د روغتیا ساتنه، د واکسین برخه، د ساري ناروغیو برخه، د بستري ناروغانو د درملنې برخه او هغه ټول اړین روغتیایي خدمات، شامل دي."

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د پولیو پېښې د نوموړي هېواد د نورو سیمو په پرتله زیاتې ثبت شوي.

جنوبي ولایتونه چې د بلوچستان صوبې له بیلا بیلو برخو سره پر ډیورنډ د تګ راتګ ګڼې لارې لري، دا اندېښنه له پخوا څخه لا موجوده وه چې ممکن د جنوب هغو سیمو ته چې د پولیو ویروس څخه پاکې شوي، د ګوزڼ ناروغي بیا انتقال شي.

خو په سپین بولدک کې د پولیو د ګډ پروګرام مسؤولین وایي چې د چمن ـ سپین بولدک له لارې‌ افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو ماشومانو د وقایې لپاره د واکسین د کارکوونکو شمېر زیات شوی.

کارپوهان په ټینګار سره وايي چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري او واکسین یې یوازینۍ د مخنیوي لار ده چې له هر ډول استثنا پرته باید ټول ماشومان په پوره ډول پر وخت واکسین شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG