د لاس رسي وړ اتصالات

کوچي ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق لپاره ځانګړې هڅې پیل شوي – روغتیايي مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پولیو پر ضد د مبارزې ملي مرکز مسؤولین وايي چې د کوچي ماشومانو د واکسین لپاره یې ځانګړې هڅې پیل کړي.

په جنوب کې کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي چې په ژمي کې د زر ګونه کوچي کورنیو موسمي استوګنځای دی چې له غزني، زابل او اروزګان ولایتونو څخه په سړه هوا کې دې ولایتونو ته کوچ کوي.

د هوا په تغيير سره زرګونه عبوري کوچیانو د کندهار او هلمند ولایتونو تودو سیمو ته کوچ کوي چې شمېر یې تر دوه سوه زره زیات بلل کیږي او دا د پولیو واکسین لپاره یو لوی هدف دی.

د پولیو د ملي مرکز مسوؤل، ډاکټر نېک ولي شاه وايي چې د کوچي ماشومانو د روغتیا او له ګوزڼ ناروغۍ څخه د ساتلو لپاره هغوی ته پر لویو لارو ګرځنده روغتیايي ټيمونه واکسین عملي کوي.‌

دغه راز نوموړی زیاتوي چې کوچي ماشومان له پولیو ویروس څخه پاکو سیمو ته د ویروس د بیا لېږد وړتیا لري، ځکه خو یې دوی د وقایې لپاره ځانګړي کمپاینونه هم پلان کړي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "له غزني، زابل او ارزګان ولایتونو څخه کوچیان په یخ موسم کې د کندهار او هلمند ګرمو سیمو ته کوچ کوي. د همدغو ماشومانو د واکسین په برخه کې هم موږ پوره پروګرامونه نیولي دي، د دوی د تګ راتګ په لارو باندې زموږ رضا کار ټیمونه موجود دي او ټول د واکسینو لپاره مساعد ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین کیږي او حتی د کمپاینونو په مهال هم هغوې ته د واکسین اړوند ټیمونه ورځي ترڅو هغوی واکسین کړاې شي."

که څه هم د کوچیانو لپاره په لوړه کچه د روغتیايي آسانتیاوو په برخه کې د روغتیايي امکاناتو د کموالي یادونه کیږي، خو روغتیايي مسؤولین وایي چې دوی د نورو روغتیایي آسانتیاوو په ګډون د واکسینونو خدمات له هر روغتیايي کلینیک څخه تر لاسه کولای شي.

دا چې پدې اړه خپله کوچيان څومره پوهاوی لري په اړه یې جان کوچی داسې‌ وايي: "موږ خپلو کوچنیانو ته د پولیو واکسین ورکوو، پدې خاطر چې زموږ کوچنیان له ګوزڼ او له فلج له ناروغۍ څخه وساتل شي، تقریباً اووه، اته کاله کیږي چې موږ خپلو کوچنیانو ته دا واکسین موږ ورکوو."

په تیرو کلونو کې د ځايي ماشومانو په څېر په کوچي ماشومانو کې هم د پولیو ناروغي کچه لوړه وه خو له تېر کال راهیسې کومه پېښه پکښې نده لیدل شوې.

ډاکټران ټينګار کوي چې په هره سیمه کې کوچي‌ کورنۍ له روغتیايي مرکزونو څخه د نورو روغتیايي خدماتو تر څنګ خپلو ماشومانو ته واکسین هم تر لاسه کولای شي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG