د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو د راستنیدو نوې څپه؛ چارواکی: د ګوزڼ ضد واکسین لپاره بشپړ چمتووالی لرو


روغتیايي مسؤولین وایي په تېرو څو میاشتو کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی وو، لسګونه زرو کډوال ماشومانو ته د نورو روغتیايي خدمتونو تر څنګ د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شوي.‌
روغتیايي مسؤولین وایي په تېرو څو میاشتو کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی وو، لسګونه زرو کډوال ماشومانو ته د نورو روغتیايي خدمتونو تر څنګ د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شوي.‌

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد مبارزې مسؤولین وايي، که له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د بیرته راستنیدو لړۍ بیا پیل شي، نو دوی ورته پوره تابیا لري چې راستندیونکې واکسین کړي.

د دوی په وینا، په دې موخه په سپین بولدک کې د واکسین ۱۰ ګرځنډه ټیمونه ګمارل شوي دي.

په ختیځ کې تورخم او په جنوب کې سپین بولدک له پاکستان څخه د راستنیدونکو دوه لوی لارې دي.

پاکستان د ګوزڼ مثبتې پېښې لري او د دغه هېواد د زیات نفوس په وجه د محیطي ویروس کچه هم په کښې لوړه بلل کیږي.‌

روغتیايي مسؤولین وایي په تېرو څو میاشتو کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی وو، لسګونه زرو کډوال ماشومانو ته د نورو روغتیايي خدمتونو تر څنګ د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شوي.‌

په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې د مرکز مسؤول، ډاکتر جمال الدین ‌وایي چې ډیورنډ کرښې ته نږدې یې په بیلا بیلو برخو کې د ګوزڼ ضد ټيمونه ګمارلي، تر څو هر کډوال ماشوم ته واکسین عملي کړي.‌

دی زیاتوي، چې د پولیو ټیم ته یې یو پراخ تشکیل جوړ کړی، چې له مخې به یې هر کډوال ماشوم د واکسین د ټيمونو تر څار لاندې وي او ورته به د واکسین د ور رسولو هڅه کیږي.

نوموړي وویل: "موږ تازه په سپین بولډک کې ۱۰ ګرځنده ټيمونه ګمارلي دي چې د دروازې څخه را نیولې بیا د ټرانزیټي لارو او ټرانسپورتي نمایندګیو پورې په بیلابیلو برخو کې کار کوي. موږ غواړو چې ترهر ګډوال ماشوم پورې واکسین ورسوو، او دې ته پوره چموالی لرو."

دا مهال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او د دې لړۍ د دوام لپاره به هڅې وشي.

په افغانستان کې د پولیو پرضد د مبارزې ګډ کاري ټيم وایي چې له کلونو کار او هڅو وروسته توانیدلي چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي د لمنځه تللو تر پولې پورې ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG