د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې سږ کال ښه انار شوي


کندهار کې سږ کال ښه انار شوي
کندهار کې سږ کال ښه انار شوي

که څه هم سږ کال د کندهار د انارو د حاصلاتو په موسم کې، په ارغنداب کې جنګ او جګړو زور اخیستی و، خو د تیر کال په پرتله بیا باغ لرونکي تر ډیره حده، د انارو د سږني کال د محصولاتو څخه راضي دي.

په کندهار کی د کرهنی د ریاست ریس احمدشاه روشن وايي چې د دوی، د سروې او راپورنو په اساس سږ کال د انارو محصلات، بې له کوم مرض او یا زرعتي آفاتو څخه تر لاسه کیږی او د انارو کیفیت ډیر ښه دی.

کورني سوداګر، چې د انارو کارو بار کوي او له یوه ولایت څخه یې بل ولایت ته وړي، د انارو مارکیت ښه ګڼي او وایي چې د کندهار انار د کابل څخه نیولې بیا تقریبا ټولو ولایاتو ته وړل کیږی او ښه ګټه هم تری تر لاسه کیږی.

خو د کندهار ولایت د سوداګری د اطاقونو مسوولین وایي: اوس د کندهار د انارو له پاره یوازې د هند او پاکستان مارکیتونه خلاص دی د نور هیوادونو مارکیتونه د بیلابیلو دلایلو له امله، د انارو او تاجرانو پر مخ بند شوي، چې اوس افغاني انار، د پاکستاني میوو په نامه بهر نیو هیوادونو ته صادریږي.

۲۵۰۰ ټنه انار تر اوسه د کندهار څخه د واګا بندر د لارې د پاکستان او هندوستان مارکیټونو ته صادر شوي دي.

د کندهار ولایت سوداګر وایي که دوی ته د ویزې آسانتیا وې برابرې شي دوی کولی شي په خپله د کندهار محصولاتو او په تیره انارو، انګورو او وچو میوو ته مارکیټونه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG