د لاس رسي وړ اتصالات

لیوین:د اختلاف د حل لارې نه موندل ناورین رامنځ ته کوي


د امریکا د سنا مجلس د وسلوالو خدماتو د کمیټې مشر، سناتور کارل لیوین د آشنا تلویزون د خبریالې نجیبې خلیل سره په مرکه کې د افغانستان د جمهوري ریاست په دواړو کاندیدانو غږ وکړ چې د افغانستان ولس او امنیتي ځواکونو د هیواد دپاره خپله مبارزه تر سره کړه، اوس د دوي وار دی چې د ټاکنو د باوري او د منلو وړ پایلو دپاره موافقې ته ورسیږي او په دې ډول د خپل هیواد دپاره مبارزه وکړي.

سناتور لیون د دغې پوښتنې په ځواب کې چې واشنگټن به د ټاکنو ورسته د کډوډۍ د مخنوي او یا کمولو دپاره څه رول ولوبوي وویل "امریکا باید ډیر احتیاط وکړي څو ډاډمن شي چې د افغانستان خلک دا احساس ونکړي چې مونږ په دغه بهیر کې مداخله کوو. دا د افغانستان خلکو پورې اړه لري څو د دغې ورځې نه په ښه ډول استفاده وکړي چې یوې داسې سمې او د باور وړ پایلې ته ورسیږي چې د افغانستان د ټولو خلکو دپاره د منلو وړ وي."

ښاغلي لیون د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ته داسې مشوره ورکړه "د افغانستان خلک خپله زړوتیا وښودله. د طالبانو د گواښونو برسیره هغوي خپل د هیواد د مبارزې دپاره خپل چمتووالی وښودو. اوس کاندیدانو او نورو ملکي مشرانو پورې اړه لري چې هغوي هم خپل د هیواد دپاره مبارزه وکړي او د دې مبارزې یوازنۍ لاره دا ده چې د سیاسي له اړه داسې لاره ومومو چې د ټاکنو په برخې کې داسې یوې نتیجې ته ورسیېږو چې د افغانستان خلکو دپاره د باور وړ او د منلو وړ وي. د دغو بهیر په کارولو به تاسو تاریخ جوړ کړی."

د دې مرکې نور مهم ټکې لته کتلای شئ.

‏د امریکا غږ سره د کارل لیون مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:10 0:00

XS
SM
MD
LG