د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د اداري فساد پرضد فرمان صادر کړی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اداري فساد سره د مبارزې په موخه د یو لړ اصلاحاتو امر کړی دی. ښاغلي کرزي په دغه اقدام باندي د بسپڼه ورکونکو هیوادونو د فشار نه وروسته لاس پوري کړ.

ولسمشر کرزي د ۲۳ پاڼې فرمان په ترڅ کې د حکومتي مامورینو څخه غوښتي دي چې په لویې څارنوالۍ او محاکمو کې دي قضیې پاکې کړي او د فاسد چارواکو په هکله دي د خبرو پرځای هغوي عدالت ته راکش کړي.

دغه فرمان پرون د پنجشنبې په ورځ خپور شو. دغه د یوه اجرایوي فرمان په څیر دی خو محتوا یې واضیح نه ده چې هغه کسان چې ددغه فرمان نه سرغړونه وکړي یا یې په سمه توګه پلي نکړي نو د هغوي سره به څه وشي.

بسپڼه ورکونکي هیواونو د پخوا څخه د افغانستان په حکومتي دستګاه کې د اداري فساد د شتون له امله اندېښې ښودلي دي خو په عین حال کې ولسمشر کرزي بیا د نړیوالې ټولنې د قراردادونو پر طرزالعملونو باندي د فساد د یوې برخې پړه وراچولې ده.

روانه میاشت د توکیو په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه وشوه خو په عین حال کې نړیوالې ټولنې یو داسي مکانیزم په نظر کې نیولی دی چې په لړ کې به دا یقیني شي چې د مرستې پیسې په افغانستان کې پر سمه لارې ولګول شي.
XS
SM
MD
LG