د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون غړي وټاکل شول


افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان په صادرولو سره د انتخاباتو د خپلواک کمیسون لپاره نوي کمیشنران ټاکلي دي. د نویو کمیشرانو نومون پدې ډول دي:


1ـ عبدالرحمن هوتکي 2ـ سریراحمد برمک 3ـ پوهاند محمد حسین گرزیوانی 4ـ محمدعزیز بختیاری 5ـ قاضی سلیمان حامد 6ـ داکتر احمد یوسف نورستانی 7ـ گلالی اڅکزی 8ـ لیلا احراری 9ـ شریفه زرمتی وردک

د ښاغلي کرزي په فرمان کښې ویل شوي دي چې دغه کسان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د کمیشنرانو په حیث ټاکل شوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د جوړښت، صلاحیتونو او دندو د قانون او د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د خپلواک کمیسون د قانون د 2 فقرې له مخې باید چې پخپلې لومړنۍ غونډې کښې د کمیسیون رئیس او مرستیال وټاکي. او د اساسي قانون له مخې دي خپلې دندې پیل کړي.
XS
SM
MD
LG