د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهوررئیس زیار ایستلی چې د پاکستان اندېښنې کمې کړي


د افغانستان جمهوررئیس زیار ایستلی چې د پاکستان اندېښنې کمې کړي
د افغانستان جمهوررئیس زیار ایستلی چې د پاکستان اندېښنې کمې کړي

دافغانستان جمهوررئېس کرزی په دې لټه کې دی چې دپاکستان اندېښنی په دې برخه کې کمی کړی چې هېواد ېې د پاکستان د ازلی دښمن هند سره دهمکارئ نوی تړون لاسلېک کړېدی.

ښاغلي کرزی په نوي ډېلي کې دخپل دوه ورځنی دولتی سفر په پاې کې ووېل چې پاکستان دافغانستان دغبرگونی ورور په څېردی اوله هندسره به دتړون لاسلېک کول ددواړو هېوادونو ترمنځ پر اړېکو هېڅ اغېزې ونلری.

دسه شنبی په ورځ ښاغلي کرزي دهند له صدراعظم من موهنسنگ سره د ستراتېژېک شراکت ېوتړون لاسلېک کړ چې مقصد ېې دامنېتی عملېاتو، تجارت ، ټولنېزو او کولتوری تبادلو تقوېه کول وو. په دغه تړون کې دهند هغه وعده هم شامله ده چې وايي دافغانستان د پولېسو او پوځ د روزنی سره به مرسته وکړی.

رپوټ وايی دالومړنی هرړخېزتړون دی چې دافغانستان حکومت له ېوه بهرنی انډېوال هېواد سره، د 2001 م کال نه راپه دېخوا لاسلېک کړېدی. سېاسی تحلېل کوونکي وايی چې دافغانستان اوهندوستان ترمنځ درسمی اړېکو قوی کېدل دپاکستان لپاره داندېښنی سبب کېدلی شی. د پاکستان له خوانه تراوسه پورې په دغه معامله باندی تبصره نده کړی.

XS
SM
MD
LG