د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د پاکستان د سفر وروسته نوې کړنلاره اعلان کړه


کرزي د پاکستان د سفر وروسته نوې کړنلاره اعلان کړه
کرزي د پاکستان د سفر وروسته نوې کړنلاره اعلان کړه

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پاکستان ته خپل دوه ورځنی سفر د دواړو خواو له لورې د امنیتي مسایلو په وړاندې د نوي چلند او په افغانستان کې د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو په هکله چې د نویو کړنلارو په اعلانولو سره پای ته ورساوه.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پرون په اسلام اباد کې د خپل سفر په دوهمه ورځ د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره خبرې وکړې چې د افغانستان د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو په مقصد د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان د رول په اړوند څرخیدې.

پاکستان د طالبانو سره ژورې تاریخي اړیکې لري او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د یوې موافقې د رامنځ ته کیدو د هڅو لپاره یو عمده اړخ ګڼل کیږي.

په افغاسنتان کې د سولې او بیا پخلاینې لپاره د دواړو هیوادو د یو ګډ کمیسون د جوړدیو په هکله دواړو مشرانو خوښي څرګنده کړه.

د شنبې په ورځ د سولې د ګډ کمیسون له لومړۍ غونډې وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې ښاغلي کرزي د خبرو د پرمختګ په اړه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل:

(.. د سولې او بیا پخلاینې په پروسې باندې په خاص ټینګار سره د پاکستان او افغانستان د ګډ کمیسون د موثر کار لپاره د عملي ګامونو پورته کول. د ګډ کمیسون لومړی غونډه چې خوش بختانه نن وشوه، موثره او د دواړو خواو د رضایت وړ وه.)

په مقابل کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د سولې د پروسې نه خپل ملاتړ بیا تکرار کړ او ویې ویل.

(.. مونږ دواړه په افغانستان او پاکستان کې ثبات غواړو، او زمونږ یواځنی هدف د سولې د پروسې نه ملاتړ دی چې د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې یوه افغاني پروسه ده. پاکستان تیار دی چې د هغې ملاتړ وکړي هر ډول ملاتړ چې غواړي او مونږ اماده یو چې د هغوی ملاتړ وکړو.)

خو د خبري رسنیو په وینا د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پوره بې اعتمادی موجوده ده.

دا د پاکستان په نظامي ښار ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته د ښاغلي کرزي لومړی سفر دې چې هغه هیواد ته یې کوي.

ښاغلي کرزي ویلي دي چې دغه عملیات په ډاګه کوي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه باید پاکستان ته متوجه وي نه افغانستان ته.

جمهور رئیس کرزي له افغانستان څخه د امریکایي او ناتو ځواکونو د وتلو او افغان لورې ته د امنیتي چارو د سپارولو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې چارې سمې پرمخ ځي خو د ځواکونو وتل به د سیمې د حالاتو پورې مربوط وي.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د ګډ کمیسون بله غونډه به په کابل کې وشي.

XS
SM
MD
LG