د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: افغانستان کې د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر بند شوي


د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کیدل د اسلامي احکامو له مخې نه بلکې دا کار د ګاونډي هیواد پاکستان په غوښتنې شوی.

ښاغلي کرزي د جرمني دیر شپیګل مجلې سره په مرکې کې ویلي، "د پاکستان هدف دا دی چې افغانستان یو بې دفاع، کمزوری او ناداره هیواد وي چې د هیڅ ډول ستونزې توقع ترې ونشي".

طالبان څه کم یو کال کیږي چې په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی او سره لدې چې دې ډلې واک ته تر رسیدو وړاندې او د واک په لومړنیو شپو ورځو کې ژمنه کړې وه چې ټولې افغان نجونې او میرمنې به د کار او پوهنې حق ولري خو نه یوازې دا چې تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي لا هم بند ساتلي بکلې په میرمنو یې هم ګڼ شمیر بندیزونه وضع کړي.

پخواني جمهور رئیس پدې مرکې کې ویلي چې د زده کړو څخه د نجونو بې برخې کول د افغانستان د منزوي کولو معنی لري او دا هیواد به ونشي کړی چې پخپلو پښو ودریږي.

ښاغلي کرزي ویلي، " د لوستو میرمنو پرته مونږ مړ هیواد یو".

طالبانو تر اوسه په ښکاره توګه ندي ویلي چې ولې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي خو دومره وایي چې ډیر ژر به دا ښوونځي پرانیستل شي خو د بیا پرانیستلو لپاره یې هیڅ نیټه نده ټاکلې.

ویل کیږي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو یا نه پرانیستلو پر سر ددې ډلې د جګپوړو غړیو تر منځ اختلاف هم شته.

پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی پداسې حال کې د افغانستان په ټولنې کې د میرمنو په ګډون خبرې کوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ملا شیرمحمدعباس ستانکزي څه موده وړاندې کابل کې د ښځنیه سوداګرو د یو نندارتون د پرانیستلو غونډې ته ویلي چې ښځې باید په سیاست، اقتصاد او د ژوند په نورو چارو کې فعاله ونډه ولري.

ښاغلي ستانکزي وویل: "که دا ملک مونږ جوړ نکړو دا ملک بل څوک نه جوړوي. دا ملک به پخيله افغانان جوړوي. دا ملک به دا هزارګان، دا پښتانه دا تاجکان دغه بلوڅان به را جګیږي او دا ملک به جوړوي. خوندې او ورونه به دا هیواد جوړوي دا یوازې نه دی چې نارینه به په کار کې وي ... نیم قشر د افغانستان ښځې دي، مونږ ښځې له پامه نشو غورځولی دا د جامعې مهم قشر باید د افغانستان په بیا ودانولو کې د افغانستاان په سیاست کې د افغانستان په هره برخه کې په اقتصاد کې رغنده ونډه ولري ... مونږ د شریعت مطابق د نارینه او ښځو وړو او سپین ږیرو ټولو حقوقو ته ژمن یو".

ملا عباس ستانکزي د دغو څرګندونو دمخه هم د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څرګندونې کړې وې خو تراوسه لا هم افغانستان کې شږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته تر دا مهاله د هغوی حکومت د هیچا لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

ښځو او نجونو ته د کار او زده اجازه ورکول، ټول شموله حکومت جوړول، له تروریستي سازمانونو سره د اړیکو قطعه او د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد نه کارول د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو اساسي شرطونه دي.

XS
SM
MD
LG