د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: امریکا له طالبانو سره پر خپلو پوځي اډو غږیږي


ښاغلي کرزي په نوي ډیلي کې دا خبرې کړي دي
تصویر: ارشیف
ښاغلي کرزي په نوي ډیلي کې دا خبرې کړي دي تصویر: ارشیف

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي چې امریکا له افغانستان نه خپل ټول پوځیان نه باسي.

ښاغلي کرزي په نوي ډیلي کې دا څرګندونې کړې. هغه په دې باور دی چې امریکا اوس له طالبانو سره د خپلو پوځي اړه په اړه په جوړجاړیو خبرې کوي.

ښاغلي کرزي د هند په نوي ډیلي کې "د ریزینا دیالوگ ۲۰۱۹" په کنفرانس کې وویل " هغوی ( امریکايي ځواکونه) د دې لپاره افغانستان ته نه دي راغلي چې بېرته ترې ووځي. "

په همدې حال کې امریکايي چارواکي وایي چې هغوی له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو غوره کوي. د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس هم دا خبره کړې ده.

ښاغلي کرزي د افغان سولې په اړه د امریکا وروستیو هلو ځلو ته په اشارې وویل "موږ د سولې او پر افغانستان د پاکستان او متحدو ایالتونو د معاملې توپیر کولی شو".

متحدو ایالتونو تر بل هر وخت اوس ډېرې هلې ځلې کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ شي. ښاغلي کرزي ټېنګار وکړ که د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ونشي او ګانډي هېوادونه یې پوره ننګه ونکړي، نتیجه نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي دي.

ښاغلي کرزي د پاکستان پوځ او استخباراتیواربیا تورن کړل چې په افغانستان کې لاسوهني کوي او د وسله والو طالبانو پټ ملاتړ کوي او د افغانستان بیخ بنا ورانوي.

د ریزینا دیالوګ له ۲۰۱۶ کال راهېسې هرکال یو وارې کیږي چې د سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسایلو په کې بحثونه کیږي.

XS
SM
MD
LG