د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: زه به په نړۍ کې د کشمیر د سفیر په توګه کار کوم


عمران خان ملت ته په وینا کې وویل چې د کشمیر په مسله به په ملگرو ملتونو کې وغږیږي
عمران خان ملت ته په وینا کې وویل چې د کشمیر په مسله به په ملگرو ملتونو کې وغږیږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان ملت ته په وینا کې وویل، چې که نړۍ د کشمیر لپاره څه کوي او کنه خو د پاکستان خلک به د کشمیر د ولس ملاتړ کوي.

عمران خان د کشمیر په اړه په یوې وینا کې وویل، چې هغه به په ټوله نړۍ کې د کشمیر د سفیر په توګه د کشمیر د ازادۍ لپاره هڅې وکړي.

عمران خان د هند صدراعظم ته خبرداری ورکړ، چې د هند له لورې د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو پریکړه یوه ستره غلطي ده.

عمران خان وویل، چې هغه به د سپتمر د میاشتې په ٢٧ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د کشمیر په مسله خبرې وکړي او نړیوالو ته به د کشمیر د وضعیت په اړه پوره معلومات ورکړي.

هغه وویل، چې تر هغه وخت پورې به د کشمیر په اړه هره اونۍ یوه غونډه جوړوي چې د کشمیریانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو د خپلې پریکړې نه دفاع کوي. هغه د هند په یو شخصي ټلویزون کې په خپلې وینا کې وویل، چې پاکستان دې په خپلو مسلو متمرکز وسي او هغه تورونه یې رد کړي دي چې ګواکې د کشمیر د پرېکړې سره یې د کشمیر ولس ناراضه کړی دی.

XS
SM
MD
LG