د لاس رسي وړ اتصالات

کشمیر کې د امنیتي عسکرو او مظاهره کونکو ترمنځ نښتې شوي


د هند ولکې لاندې کشمیر کې کرفیو کې نرمي شویده
د هند ولکې لاندې کشمیر کې کرفیو کې نرمي شویده

د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د امنیتي چارواکو او مظاهره کونکو ترمنځ په نښتو کې کم تر کمه ٥٠ تنه زخمي شویدي.

په کشمیر کې د امنیتي چارواکو د مظاهره کونکو سره نښتې شویدي چې په نتیجه کې یې ٥٠ تنه زخمي شویدي.

د هند حکومت په کشمیر کې د جمعې د لمونځ نه وروسته په کرفیو کې نرمښت کړیدی.

په کشمیر کې د تیرو پنځو ورځو نه کرفیو دوام لري خو نن یعني د جمعې په ورځ په کرفیو کې نرمښت راوستل شویدی او خلکو ته د جمعې د مونځ لپاره د کور نه د باندې وتلو اجازه ورکړل شوي وه.

په کشمیر کې ټلیفون او انټرنټ تروسه بند و خو هغه هم نن د یو وخت لپاره فعال شوي و.

په سیمې کې اوس هم د مظاهرو د مخنیوي لپاره گڼ شمیر امنیتي عسکر ځاې پرځاې شویدي.

په کرفیو کې د نرمي راوستلو هدف دا دی چې د اختر نه مخکې وضع عادي حال ته راوستل شي. د هند صدراعظم نریندر مودي هم په خپلې وینا کې ویلي و چې اختر به پرته د کوم مشکل نه ولمانځل شي.

XS
SM
MD
LG