د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د مودي الوتکه زمونږ هوایي حریم استعمالولې شي


د پاکستان حکومت د هند د صدراعظم الوتکې ته د پاکستان په هوایي حریم د تیریدو اجازه ورکړیده

د هند حکومت د پاکستان نه غوښتي و چې په بشکیک کې د شنگهایي د همکارۍ په غونډې کې د گډون لپاره د صدراعظم نریندرمودي الوتکې ته اجازه ورکړي چې د پاکستان د هوایي ح‏ریم نه تیره شي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت امریکاغږ اردوڅانگې ته ویلي دي چې د دیلې په خواست یې د نریندرمودي الوتکې ته د پاکستان هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړیده.

د هند رسنیو بیا داسې رپورټونه خپاره کړیدي چې وایي د بهرنوچارو وزرات ویلي نریندرمودي بشکیک ته د سفر لپاره د پاکستان هوایي حریم نه کاروي.

هندي رسنیو د بهرنوچارو چارو د وزارت د یو ویاند له قوله لیکلي چې د هند حکومت یوه ځانگړې الوتکې لپاره په دوو لارو غور شویدی او دا پریکړه شویده چې دغه الوتکه به د عمان، ایران او منځني اسیاسي هیوادونو دپاسه بشکیک ته ورشي.

د شنگهایي همکارۍ غونډه به د جون په ١٣ او ١۴ نیټه په بشکیک کې ترسره شي چې پکې د سیمې ملکونو مشران گډون کوي. پدې غونډې کې به د پاکستان صدراعظم عمران خان هم شریک شي.

د پاکستان د صدراعظم عمران خان او د مودي د ملاقات په اړه ځینې هیلې پیدا شوې وي خو د هند د بهرنو چارو وزرات وویل چې مودي د عمران خان سره د ملاقات نیت نه لري او د دغو دواړو د ملاقات پریکړه نه ده شوې.

د پاکستان او هند اړیکې د هغه وخت راهیسې زیاتې خرابې شویدي چې د فرورۍ په میاشت کې د هند د ولکې لاندې کشمیر کې په امنیتي ځواکونو ځانمرگه برید وشو او ۴٠ عسکر پکې ووژل شول.

د دغې برید مسولیت په پاکستان کې میشتې یوې ترهگرې ډلې واخیست. هند د غچ اخیستنې لپاره په پاکستان کې دننه بمونه وار کړل او ادعا یې وکړه چې ترهگر یې په نښه کړیدي.

XS
SM
MD
LG