د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او قزاقستان د المپیک ملي کمیټو د همکارۍ تړون لاس لیک کړ


د افغانستان او قزاقستان د المپیک ملي کمیټو د آسیا د المپیک عمومي شورا د ۳۸ غونډې په څنډه کې چې د ټایلنډ په بنکاک کې وشوه، د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د آسیا د المپیک د عمومي شورا ۳۸ غونډه د شنبې په ورځ د ( مارچ ۲) د تایلنډ د المپيک د کمیټې په کوربتوب وشوه.

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مرستیال یونس پوپلزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان د المپيک د ملي کمیټې مشر حفیظ الله ولي رحیمي له خپل قزاقي سیال سره دغه تړون لاس لیک کړ.

ښاغلی پوپلزی وايي د دغه تړون له مخې ټاکل شوې چې د دواړو هیوادونو د المپیک کمیټې د روزونکو ، مدیرانو او لوبغاړو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شي. همداشان د روزنکو د تبادلې او په ملي او نړیوالو سیالیو کې د بیلابیلو ورزشي څانګو د لوبغاړو د ګډون په هکله سره همکاري وکړي.

ښاغلی پوپلزی وايي "د قزاقستان د المپیک کمیټه په منطقه کې یوه له پیاوړو کمیټو څخه ده، موږ وغوښتل چې له دوی سره د همکاریو په برخه کې تفاهمنامه امضا کړو"

ښاغلي پوپلزي زیاته کړه چې "که په قزاقستان کې سیمه اییزې، آسیايي یا نړیوالې سیالۍ کیږي، د افغانستان د المپیک کمیټه کولای شي په هغې کې اشتراک وکړي".

د افغانستان د المپيک ملي کمیټه وايي د نورو همکاریو ترڅنګ دوی په پام کې لري چې د سوک وهنې او غیږنیونې په برخو کې د قزاقستان له تجربو زیاته ګټه واخلي، ځکه د دوی په باور چې د منځنۍ آسیا دغه هیواد په سوک وهنه او غیږنیونه کې پیاوړي دی.

یو افغان د آسیايي المپيک شورا د اجراییوي بورډ غړی شو

د افغانستان د المپیک ملي کمیټه وايي چې د لومړي ځل لپاره د آسیا د المپیک په اجراییوي بورد کې اجمل غني له افغانستان څخه ددغه بورد غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان د المپيک د ملي کمیټې مرستیال یونس پوپلزي امریکا غږ ته وویل چې وروسته له دې به اجمل غني وکولای شي په آسیايي شورا کې د افغان ورزشکارانو په استازیتوب کار وکړي.​

د افغانستان د المپيک ملي کمیټې انځور
د افغانستان د المپيک ملي کمیټې انځور

اجمل غني په اوس وخت کې د افغانستان د المپيک د ملي کمیټې سلاکار دی، پخوا د فوټبال لوبغاړی و او د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د افغانانو د ورزشي فدراسیون له مشرانو څخه و.

ددغې کمیټې چارواکي وايي دوی په پام کې لري چې د آسیايي المپیک په کمیټه کې د پرمختیايي پروژو وړاندیزو د نوي ټاکل شوي استازي په مټ نړیوالو ته وړاندې کړي.

د افغانستان د المپيک ملي کمیټه وايي چې دوی په نږدې راتلونکې کې له سعودي عربستان او قطر سره هم د همکاریو تړونونه به لاس لیک کړي.

XS
SM
MD
LG