د لاس رسي وړ اتصالات

په قزاقستان کې د ۴۲ کسانو د مړینې له کبله ملي ماتم دی

د قرقستان په قراغندي سیمه کې د ډبرو سکرو کان
د قرقستان په قراغندي سیمه کې د ډبرو سکرو کان

په قزاقستان کې د ډبرو سکرو په یو کان کې د اورلګیدو په نتیجه کې د لسګونو کسانو د مړینې په خاطر په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

مقامات وایي په دغه اور کې، چې په قراغندي سیمه کې بل شوی و، ۴۲ تنه مړه شوي دي.

د قزاقستان د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي چې د دریو بې درکه شویو کان کیندونکو د موندلو هڅې روانې دي.

د رپوټونو له مخې د پیښې د رامنځته کیدو پر وخت شاوخوا ۲۵۲ کارګران په معدن کې موجود وو.

ژغورونکو دمخه خبرداری ورکړی و چې د هوا د نشتوالي او د شنبې د ورځې د چاودنې د زور له امله، چې دوه کیلومتره ساحه یې اغیزمنه کړې، د پاتې کان کیندونکو ژوندي ژغورلو چانس "ډیر کم" دی.

په ۲۰۰۶ کال کې د ډبرو سکرو د کان په یو بله ساحه کې د یوې ورته پیښې په نتیجه کې ۴۱ کسان مړه شوي وو. همداشان دوې میاشتې دمخه هم د ډبرو سکرو د یو بل کان په پیښه کې پنځه کان کیندونکي مړه شوي وو.

د قزاقستان په مرکزي ښار قراغندي کې د ناورین وروسته یو قهرجن پخواني کان کیندونکي سرګي ګلازکوف وویل: "هر کان کیندونکی اتل دی، ځکه کله چې هغه ښکته ځي، نه پوهیږي چې بیرته به راشي که نه."

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف چې د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کوله په خپلو خبرو کې د ارسلور متل د فولادو لوی شرکت «له حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د قزاقستان په تاریخ کې تر ټولو بده کمپنۍ» وبلله.

د قزاقستان صدراعظک علیخان سمایلوف وویل چې د قزاقستان حکومت او د ارسلور متل د فولادو لوی شرکت ابتدایي موافقه اعلان کړه چې "د (محلي) شرکت ملکیت د قزاقستان جمهوریت ته انتقال شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG