د لاس رسي وړ اتصالات

د افریقا ښکر په میلیونونو خلک له لوږې سره مخ دي


د افریقا د ښکر هیوادونو (ایتوپیا، سومالیا او کینیا) کې د سختې وچکالۍ له کبله په لسګونه میلیونه خلک له خوارځواکۍ او لوږې سره مخامخ دي.

په دغه سیمه کې دا پنځم کال دی چې بارانونه ډېر کم شویدي. په اوکراین د روسیې یرغل د خوراکي توکو بیې لوړې کړي دي او په دغه وچکالۍ ځپلو سیمو کې يې د مرستندویه موسسو کار نور هم سخت کړی دی.

دلته د مصیبت نښې نښانې له لېری لیدل کیږي، او د نږدې نه د ناامیدۍ حالت نور هم روښانه کیږي.

د ورلډ ویژن په نامه خیریه موسسې یوه ډله خبریالان دغه سیمې ته بېولي دي چې د انسانانو سخت ژوند له نږدې وګوري.

د امریکا غږ خبریال د کینیا په شمالي سیمه کې د روانې وچکالۍ ویجاړوونکي اغیزې لیدلي دي.

د خراب اقتصاد له امله دلته اکثره کورنۍ د یو ډول ځنګلي میوې چې ځايي خلک ورته (ایډنګ) وايي، باندې ژوند چلوي.

ددې ځای خلک وايي دغه ځنګلي مېوه د خوړلو نده. دوی یې باید د څو ورځو دپاره په اوبو کې جوش کړي څو د خوړلو شي. دوی اندېښمن دي چې دغه ځنګلي مېوه هم اوس په خلاصېدو ده.

ددې سیمې اوسېدونکي وايي څاروي یې چې د دوی ژوند ورپورې تړلی وو، په وچکالۍ کې مړه شوي دي.

کینیا د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې وچکالي یو ملي ناورین اعلان کړ چې پکې نږدې ۳.۵ میلیونه خلک د لوږې له خطر سره مخ شوي دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې کې د مار سابیت سیمې نیمایي نفوس شامل دی. د حکومتي شمېرو له مخې ماشومان او ښځې تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي.

چارواکي وايي ځینې وختونه د حکومت مرستې هم کافي نه وي.

سټیفن ماوینا ددغه سیمې حکومتي مسوول دی. هغه وايي، خلک د مرستې دپاره دفترونو ته راځي، خواړه غواړي خو له حکومت سره څه نه وي چې ور یې کړي: "موږ مجبوریږو چې له خپل جیب څخه ورته څه ورکړو ترڅو د خوړلو دپاره څه واخلي".

پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدلو دلته د بشري مرستو عملیات اغېزمن کړي او وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی.

جان پاول اماکوني، د ورلډ ویژن انټرنیشنل خیریه موسسې کارکونکی وايي داسې سیمو ته ورغلی چې خلک یې عاجلو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله، خو له خیریه موسسو سره دومره امکانات نشته چې له ټولو سره مرسته وکړي.

په دې سیمه کې وچکالي څه نوې خبره نه ده. خو کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون د وچکالۍ شدت زیات کړی دی.

له ډیرو سره دا اندېښنه هم ده چې د اوکراین جګړه به په ختیځه افریقا کې د لوږې بحران د نړۍ له پامه وغورځوي.

XS
SM
MD
LG