د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا کې د ۴۰۰ عیسویانو ځان‌وژنې د مذهبي ازادیو په اړه بحث پارولی


په کینیا کې پر یو مذهبي مشر تور دی چې خپلو پیروانو ته یې امر کړی چې ځانونه له لوږې ووژني.

پر مسیحي مذهبي مشر پاول مکینزي باندې تور دی چې خپل په سلګونو پیروان یې هڅولي چې ځانونه له لوږې ووژني او وروسته یې د هغوی مړي د کینیا پایتخت ممباسا ته څېرمه د کلیفي ښارګوټي په ځنګلي سیمه کې په داسې قبرونو کې ښخ کړي چې ډیر ژور ندي.

د کینیا مسئولینو په دې وروستیو کې له دغو قبرونو څخه لږ تر لږه ۴۰۰ مړي ایستلي دي.

دې قضیې په کینیا کې بحثونه راپورته کړي چې مذهبي ازاديو ته په پام سره د ادیانو د پیروانو ژوند څنګه وژغورل شي.

د کینیا حکومت د جون په میاشت کې یو کمیسیون ته دنده وسپارله چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې د دیني ازادیو په اړه د نویو مقرراتو د وضع کولو په اړه د عامو خلکو نظریات راټول کړي.

یو شمیر مذهبي مشران پر حکومت غږ کوي چې په دې اړه له احتیاط څخه کار واخلي.

مذهبي مشر پیټر نیاګاه وايي: "حکومت مسئولیت لري چې نظم رامنځ ته کړي او د خپلو اتباعو امنیت خوندي کړي. خو زما په فکر، دا چې وغواړو عبادت تنظیم وکړو، له حدودو هاخوا ګام ایښودل دي."

وروستۍ پيښه ددې لامل شوې چې یو ډیر شمیر کسان حیران شي چې څنګه عبادت کوونکي کولای شي د داسې افراطي مذهبي مشرانو پیروي وکړي.

د یوې مذهبي فرقې پخواني لاروي چې غواړي هویت یې افشا نشي، امریکا غږ ته وویل، یو وخت په یوې فرقې پوري تړلی وو خو کله چې پوه شو دا یو خطرناک مسیر دی، خپله لار یې ورڅخه بیله کړه.

هغه وايي: "عجیب کار دادی چې هغوی دې له خپلې کورنۍ، وروڼو، خویندو، پلار او مور څخه جلا کوي. که کورنۍ مداخله وکړي، هغوی وایي نه، جنت مفرد دی، جنت ته یوازې ته ځې."

نوموړی زیاتوي، هلته داسې ډېرې نورې نښې هم وې، لکه "د کلیسا مشر ويل، هغه په طبیعي مرګ نشي مړ کیدای، بناً که هغه اوس سمدستي ځان مړ کړي، ډیر خلک به ځانونه ووژني ځکه هغوی پرې باور لري. هغوی په دې باور دي چې یواځې ددغه کلیسا [پیروان] جنت ته ځي او د نور کلیساګانو هغه دوزخ ته ځي."

کارپوهان وایي په داسې حال کې چې په کینیا کې د مذهبي فرقو شمیر زیاتیږي، حکومت باید د دین د تنظیم په برخه کې احتیاط وکړي.

د پریټوریا پوهنتون استاد بنسن مولیمي وايي: "تمرکز باید د داسې مواردو په تنظیم او کنټرول او حتی سزا باندې وشي چې د اساسي بشري حقونو او اساسي بشري ازادیو سره په ټکر کې دي، ځکه په یوې مذهبي ډلې پورې تړاو داسې دی لکه د بیان آزادي."

په کلیفي ښارګوټي کې لا هم پلټنې روانې دي او چارواکي اندېښمن دي چې کیدای شي له لوږې مړه شوي ډیر نور خلک هم تر ځمکې لاندې وي.

کینیایان چې په دې مسئله حیران شوي، د داسې پوښتنو د ځوابونو‌ په لټه کې دي چې څنګه د دا ډول تراژیدیو د تکرار مخه نیولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG