د لاس رسي وړ اتصالات

'خدای ته د رسېدو دپاره له لوږې ځان وژنه'؛ کینیا کې د ۸۹ کسانو مړي موندل شوي


تر اوسه له لوږې د مړو شویو کسانو ۸۹ جسدونه موندل شوي.
تر اوسه له لوږې د مړو شویو کسانو ۸۹ جسدونه موندل شوي.

د کینیا پولیسو د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي پنځمه) وویل چې د ۸۹ کسانو جسدونه یې وروسته له هغه وموندل چې خبر ورکړل شو، یو مذهبي مشر له خپلو پیروانو غوښتي چې خدای ته د رسېدو دپاره ځانونه له لوږې ووژني.

پولیس وايي ددغه خبر له تر لاسه کولو وروسته یې د مالنډي ساحلي ښارګوټي ته نږدې د شاکاهولا په ځنګله کې لټون پیل کړ او وېره ښودل شوې چې د قربانیانو شمېر به له دې ډېر زیات وي.

فرانس پرس خبر ورکړی چې له ډله ایزو قبرونو څخه په موندل شویو جسدونو کې ماشومان هم شامل دي.

ددې خبر له خپرېدو وروسته د کینیا ولسمشر ویلیم روټو د "نه منلو وړ" مذهبي خوځښتونو د مخنیوي ژمنه وکړه.

داسې انګیرل کیږي چې د مذهبي مشر پاول مکینزي نیتینګ په مشرۍ د "ګوډ نیوز نړیوالې کلیسا" ځینې پیروان په لوږه کې ممکن د شاکاهولا ځنګله په ونو او بوټو کې پټ وي او که ژر تر ژره ونه موندل شي د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د کینیا لوی څارنوال، جفت کومي، د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۹ کسان ژغورل شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر کیتوري کینډیکي د سه شنبې په ورځ د پيښې ځای ته له ورتللو وړاندې، ژمنه وکړه چې د داسې مذهبي مشرانو په وړاندې به اقدام وکړي چې "مذهب د عجیبو او نه منلو وړ ایډیالوژیو د پرمخ وړلو لپاره کاروي." نوموړي دا ډول مذهبي مشران له ترهګرو سره پرتله کړل.

مذهبي مشر پاول مکینزي نیتینګ په ۲۰۱۷ کال کې د "افراطیت" په تور وروسته له هغه نیول شوی وو چې کورنیو ته یې ویلي وو چې په انجیل کې تعلیم حاصلول نشته او له هغوی څخه یې غوښتي وو چې خپل ماشومان ښوونځي ته ونه لیږي.

د کینیا د سره صلیب موسسه وايي په مالنډي ښارګوټي کې د ۲۱۲ کسانو د لادرکه کېدو خبر ورکړل شوی چې تراوسه یې یوازې دوه تنه ژوندي موندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG