د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د سولې نه منلو په صورت کې به طالبان منزوي او بندیزونو سره مخ شي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي که د طالبانو ډله د زور له لارې د واک د ترلاسه کولو په لټه کې وي، د انزوا، سیمه ییزو او نړیوالو مخالفتونو او بندیزونو سره به مخامخ شي.

ښاغلي خلیلزاد نن د مۍ په ۱۸ (غوایي ۲۸) د امریکا د کانګرس د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډه کې امریکایي وکیلانو ته وویل چې طالبان کولای شۍ د سولې لار چې د مذاکرې له لارې کیږي غوره کړي او د تاوتریخوالي لار پریږدي او د یو مطرح سیاسي غورځنګ په حیث رامنځ ته شي او د یو داسې راتلونکي یوه برخه شي چې د نړیوالې ټولنې له درناوي نه برخوردار وي.

پر طالبانو باندې د بندیزونو موضوع پدې وروستیو کې د افغان مقاماتو له لورې هم ذکر شوې ده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره اونۍ د جرمني شپیګل مجلې ته وویل چې اروپایي هیوادونه باید پر طالبانو باندې بندیزونه ولګوي که د هغوی د هیلو خلاف کومې پریکړې وکړي.‌

وروسته بیا د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب، د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په یو تلیفوني تماس کې هم پر طالبانو باندې د بندیزونو لګولو "او ټولو نفوذي لارو چارو" څخه د کار اخیستلو غوښته وکړه.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان په مسایلو کې د ملګرو ملتونو پر فعال رول باندې ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې طالبان به د ترکیې په غونډه کې ګډون کول ومني.

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو سره کار کوي چې ددې سازمان رول د افغانستان د سولې په بهیر کې غښتلی شي. امریکا د استانبول د ګډ کنفرانس د جوړولو په خاطر د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر له هڅو هرکلی وکړ.

خو دغه غونډه وروسته له هغې وځنډول شوه چې د طالبانو ډلې وویل تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي په هیڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې د افغانستان څخه د پاتې امریکایي ځواکونو مصؤن وتل پداسې حال کې کیږي چې افغان ځواکونه د خپل ځان نه د دفاع لپاره په ډیر ښه ممکن حالت کې دي.

جمهور رئیس غني تیره ورځ د پي بي اس خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې که چیرته طالبان د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې لار غوره کړي نو افغان امنیتي ځواکونه هرډول جګړې ته تیار دي.

هغه وویل: "که جګړه وشي، زه اعلی سرقوماندان یم. خپل خلک به خوشې نه کړم. ځواکونه به مې خوشې نه کړم. لیواله یم چې ددې هیواد لپاره ومرم. د واک سره هیڅ مینه نلرم."

XS
SM
MD
LG