د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان څخه د ځواکونو ایستل؛ '۱۳ نه تر ۲۰ فیصده کار بشپړ شوی'


د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني وایي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر په منظمه او مسولانه توګه روان دی او تر اوسه شاوخوا په سلو کې له ۱۳ څځه تر ۲۰ پورې بشپړ شوی دی.

دغې قوماندانۍ څه دپاسه ۵۰۰۰ ټوکه تجهیزات د له منځه وړلو لپاره دفاعي لوژستیکي ادارې ته سپارلي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان همداشان ویلي دي چې د سي-۱۷ پوځي الوتکې د ۱۱۵ بارونو په اندازه تجهیزات یې له افغانستان څخه ایستلي دي.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د امر په اساس د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شوی او د سپتمبر تر ۱۱پورې بشپړیږي.

د امریکا د مرکزي قواو قومانداني چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د امریکایي ځواکونو عملیات څاري، وئیلي چې تر اوسه یې پنځه پوځي اډې د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلي دي.

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیان هغه وسایط او تجهیزات چې نشي انتقالولای او افغان ځواکونه ترې هم استفاده نشي کولای له منځه وړي او د اوسپنې د ټوټو په بیه یې پلوري.

امریکایي مقاماتو دا ندي بربنډ کړي چې څه شیان امریکا ته انتقال شوي او کوم شیان تخریب کیږي، خو یو شنیر امریکایي او غربي مقاماتو چې نه غواړي نوم یې یاد شي د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې اکثر تجهیزات چې امریکا ته انتقالیږي حساس پوځي مواد او تجهیزات دي چې هیڅکله باید خوشې نشي.

د هلیکوپترو، پوځي وسایطو، وسلې او مهماتو په څیر تجهیزات به افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب، هم څه وخت مخکې ویلي وو چې نړیوال ځواکونو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG