د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد کانګرس ته له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل


ټرمپ د سپټمبر پر ۷مه له طالبانو سره خبرې لغو کړې
ټرمپ د سپټمبر پر ۷مه له طالبانو سره خبرې لغو کړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون پنجشنه د «سپټمبر پر ۱۹مه» د امریکا کانګرس ته له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه په یوه سري غونډه کې معلومات ورکړل.

زلمي خلیلزاد پر داسې مهال له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه کانګرس ته معلومات ورکړل، چې د روانې سپټمبر میاشتې پر ۷مه نېټه ولسمشر ټرمپ په کابل کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره یې خبرې لغوه کړې او وویل چې "دغه مذاکرات نور مړه دي".

له بلې د واشنگټن ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پدغه غونډه کې ښاغلي خلیلزاد ویلي "زما شخصي نظر دادی چې مذاکرات بیا پیل کیږي".

د امریکا په کانګرس کې د پلوریدا ایالت استازي ټیډ هو چې په دغه غونډه کې حضور درلود واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: "موږ غواړو داډه شو، کومې لاسته راوړنې، چې موږ یې لرو نوره پانګونه وکړو، دا هغه چارې دي چې لا روانې دي."

تر خلیلزاد وروسته د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي الیس ویلز هم د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه وویل، چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغان سولې په اړه مهم پرمختګونه تر سره شوي دي.

نوموړې ویلي، امریکا له طالبانو سره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو موافقه نه کوې، بلکې پر داسې موافقه کار کوي چې د بین الافغاني خبرو له لارې جګړه ختمه شي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په باور د امریکا په اداره کې له طالبانو سره د خبرو بېرته پیلېدو پر سر اختلافات موجود دي.

XS
SM
MD
LG