یو شمېر ایراني وګړو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایران د رهبر، علي خامنه ای، مړینه لمانځلې ده. خامنه ای د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸) د متحدو ایالتونو او اسرائیل په ګډ هوایي بریدونو کې ووژل شو.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د علي خامنه ای وژل کېدل اعلان کړ.
ډونالډ ټرمپ د تروټ سوشېل په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "خامنه اي، چې د تاریخ له تر ټولو بدو خلکو څخه یو و، مړ شوی دی. دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو امریکایانو او هغو خلکو لپاره هم عدالت دی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه دي او د خامنه یي او د هغه د وینې تږي غلو ډلو لخوا وژل شوي یا معیوب شوي دي."
په خپاره شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې خلک په ایران، متحده ایالتونو، اسپانیه، بریتانیا، جرمني، ارمنستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې د خامنه ای د وژل کېدو له خبر وروسته، خوښي کوي.
په یوه ویډیو کې ښکاري چې د تهران په شاوخوا سیمو کې ایراني وګړي سړکونو ته راوتلي، هارنونه وهي او خوښي کوي. نورې ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، ښيي چې د تهران په مرکزي سیمو کې خلک له خپلو اپارتمانونو څخه خوشحاليکوي، اورلوبې کوي او لوړه موسیقي غږوي.
ایراني وګړو او نورو کسانو هم د نړۍ په ښارونو لکه مادرید، لندن، برلین، ارمنستان او د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د خامنه ای د وژل کېدل ولمانځل.
د واشنګټن ډي سي ښار په جورج ټاون سیمه کې زرګونو ایراني الاصله امریکایانو په یوې لویې څلورلارې کې راټول شوي وو او خوښي یې کوله. هغوی د متحدو ایالتونو بیرغ او د ایران پخوانی بیرغ، چې د زمري او لمر نښان یې درلود، رپولو، نڅاوې یې کولې، شعارونه یې ورکول او ویل یې چې ارام او خوښ دي. ځینو ویل چې دا په ایران کې د ازادۍ لپاره یوه بریا ده.
له دې هم ستر جشنونه په لاس انجلس او نیویارک کې ترسره شول، چېرې چې د ایرانی الاصله امریکایانو سترې ټولنې مېشتې دي.
لاس انجلس په متحدو ایالتونو کې د ایراني الاصله امریکایانو تر ټولو لویه ټولنه لري، او د شنبې په شپه ګڼ شمېر خلکو د ایران او متحده ایالتونو بیرغونه رپول، او ځینو داسې لوحې نیولې وې چې پرې لیکل شوي وو: "ایران یو ځل بیا با عظمته کړئ."
فورم \ دبحث خونه