د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کورنیو چارو نوی وزیر چې بینظیر بوټو خپل دښمن ګاڼه


د پاکستان صدراعظم عمران خان او اعجاز احمد شاه
د پاکستان صدراعظم عمران خان او اعجاز احمد شاه

د پاکستان د کورنیو چارو د نوي وزیر اعجاز احمدشاه په ټاکنې باندې ددې هیواد د حکومت مخالف گوند نیوکې کړي او څیړونکي وایي د اعجازشاه له ټاکنې ښکاري چې د پاکستان په سیاست کې کوم بدلون ندی راغلی.

اعجاز احمدشاه د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر دی چې د یاغي ډلو سره په ژورو اړیکو درلودلو مشهور دی. د پاکستان د پیپل گوند وژل شوې مشرې بینظیر بوتو ښاغلی شاه خپل مرگونې دښمن بللی و او اوس د پاکستان د پیپل گوند د هغه په ټاکنې سخت انتقادونه کړي دي.

بینظر بوتو د پاکستان د وخت جمهور رئیس پرویز مشرف ته په یو لیک کې د څلورو ملکي او پوځي کسانو نومونه لیکلي وو چې اعجاز شاه هم پکې شامل و. آغلې بوتو ویلي وو چې که هغه ووژل شوه ددغو کسانو نه باید تحقیقات وشي.

خو کله چې په ٢٠٠٧ کال کې بینظیر بوتو ووژل شوه د هغې د مړینې پړه د پاکستاني طالبانو پر یو مشر واچول شوه چې د القاعده شبکې سره یې تړاو درلود.

یو شمیر څیړونکي د اعجاز احمدشاه د ټاکنې په غبرگون کې وایي د پاکستان ځواکمن پوځ غواړي پر ملکي حکومت باندې خپل ټینگ نفوذ ته دوام ورکړي.

سیاسي څیړونکی عامر خان وایي "د اعجازشاه ټاکنه دا انگیرنه پیاوړې کوي چې د پاکستان په سیاست کې کوم بدلون ندی راغلی".

یوې پاکستانۍ لیکوالې او څیړونکې عایشه صدیقه د رویترز اژانس ته ویلي چې د ښاغلي شاه په هکله لوی جنجال دادی چې هغه د افغان جهاد او د عمر سعید شیخ په شان سخت دریځو سره اړیکې لري.

خو د پاکستان حکومت دا خبره ردوي او پخپله ښاغلي شاه ویلي دي چې له پوځ پخوا وتلی دی او اوس هغه یو ملکي وگړی دی چې په ټاکنو کې یې برخه اخیستې ده.

د رویترز اژانس وایي چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان دفتر او د اطلاعاتو وزارت ددغې موضوع په هکله له تبصرې ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG