د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د افغانستان داخلې چارو کې د چا پلوي نه کوم


د پاکستان صدراعظم په یوې تازه اعلامیې کې ویلي دي چې اوس به د افغانستان په داخلې چارو کې د یوې ډلې پلوي و نکړي.

عمران خان ویلي دي چې هغه د افغانستان د سولې د پروسې او د افغانانو ترمنځ د خبرو پلوي کوي چې افغانان د خپل ملک فیصله په خپله وکړي.

د پاکستان صدراعظم دغه وینا پداسې وخت کې کړیده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استاځی زلمی خلیلزاد یو ځلې بیا د سیمې په سفر بوخت دی.

عمران خان وویل چې د تیرو ۴٠ کلونو جنگ د افغانستان او د پاکستان د خلکو ژوند د مشکل سره مخامخ کړیدی.

عمران خان وویل چې د ډیر اوږدې مودې د جنگ نه وروسته اوس د افغانستان د شخړې د ختمیدو لپاره د مذاکراتو په اړه خوشبین دی او د افغانانو د مختلفو ډلو ترمنځ د نښتو او د تشدد په زیاتیدو اندیښمن دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم دغه څرگندونې د هغې نه وروسته کړیدي چې هغه دوه ځله په افغانستان کې د یو موقت حکومت د رامنځته کیدو وړاندیز وکړ او د هغې په عکس العمل کې د افغانستان حکومت سخت احتجاج وکړ چې دا د افغانستان په داخلې چارو کې مداخله ده.

عمران خان د افغانستان د نیوکو نه وروسته وویل چې هغه د ورورولۍ او په ښه نیت دغه وړاندیز کړی و.

XS
SM
MD
LG