د لاس رسي وړ اتصالات

ذکیې خدادادي د اروپا د پارا تکواندو اتلولي وګټله


د تکواندو افغان لوبغاړې ذکیې خدادادي چې د جمهوريت نظام له سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته فرانسې ته کډواله شوه، په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کیدو څخه یوه ورځ مخکې د اروپا د تکواندو د سرو زرو مډال وګاټه.

میرمن خداداداي په ایکس کې لیکلي چې د اتلولۍ دغه مډال یې دوشنبه د اګست ۱۴مه) وګاټه. د اروپا د پارا تکواندو سیالۍ د روان کال د اګست په اتمه پیل شوې او د اګست په ۱۴مه پای ته ورسیدې.

د دې سیالیو په وروستي پړاو کې نوموړې وتوانیده چې خپلو ترکي او اوکرایني سیالانو ته ماتې ورکړي.‌

اغلې خدادادي په یوه پیغام کې لیکلي: "زه د اروپا د اتلولۍ دغه د سرو زرو مډال د خپل هېواد، افغانستان ټولو زړورو نجونو او ښځو ته وړاندې کوم."

نوموړې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د تبعیضي چال چلند له امله، په کنایې سره وویل چې، هرڅومره دي چې په تبرګۍ ووهلم، هغه زخم نشو، غوټۍ شول.‌

همداراز دغه افغان لوبغاړې هیله څرګنده کړه چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک کې به مډال وګټي.

ذکیې خدادادي په داسې حال کې د اروپا د پارا تکواندو د سرو زرو مډال ګټلی چې طالبانو له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو ډېر بندیزونه لګولي دي. ورزشي کلبونو ته د نجونو او ښځو پر ورتګ بندیز، یو له دغو محدودیتونو څخه دی.

نوموړې زیاته کړه: "نن زه اتله شوم، خو هیله مې د افغانستان بيرغ او هېواد ملي سرود و. خو نن زه یو کډواله وم، په زړه کې مې ډېر درد چې ویلای مې نشوای. "

اغلې خدادادي، له دې وړاندې د اسیا په سیالیو کې دویم مقام ګټلی و. نوموړې د بلغاریا په پلازمینې صوفیه کې د پاراکواندو نړیوالو لوبو کې خپلو صربیایي او اوکرایني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برونز مډال وګاټه.

یاده دې وي چې ذکیې خدادادي د ۲۰۲۱ کال د جاپان د پارالمپیک په لوبو کې له افغانستان څخه دویمه ښځینه لوبغاړې وه چې په دغو لوبو کې یې ګډون کړی و.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG