د لاس رسي وړ اتصالات

افغانې ورزشکارانې: طالبان راته ګواښونه کوي چې ورزش پرېږدو


په افغانستان کې ورزشکارې ښځې او نجونې وايي د طالبانو له لوري ډارول کیږي، مخامخ او په تیلیفوني تماسونو کې ورته ګواښونه کیږي چې له سپورت څخه لاس واخلي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له واکمنېدو راهیسې، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدکړې، کار او فعالیت د محدودولو په لړ کې د هغوی پر ورزش هم بندیز لګولی دی.

د کورنۍ مخالفت او ټولنیزو فشارونو په تیرو څو کلونو کې د افغان ورزشکارې نورا د سپورت مخه نه وه نیولې. خو دا ۲۰ کلنه لوبغاړې او په افغانستان کې یو شمېر نورې ورزشکارانې وايي، طالبانو یې فعالیتونه بند کړي او ګواښل شوي چې له خصوصي تمرین کولو څخه هم لاس واخلي.

یو شمېر ښځینه ورزشکارانو د ګواښونو له وېرې د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط اسوشیټدپرس ته ویلي چې طالبان ورغلي او همدارنګه د تیلیفوني تماسونو له لارې یې خبرداری ورکړی چې په سپورتي فعالیتونو کې برخه وانخلي.

د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې د ښځو له وزرش سره حتی د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هم ډیرو خلکو مخالفت ښوده او دا یې "په ټولنه کې د بې حجابۍ" لامل ګڼه. خو تېر حکومت د ورزش په مختلفو برخو کې د ښځو او نجونو د ټیمونو او روزنیزو پروګرامونو ملاتړ کاوه.

د ګډو رزمي هنرونو (ایم ایم اې) یوه ۲۰ کلنه روزونکې وايي، طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته په کابل کې پر هغه جمنازیم چاپه ووهله چې هغې پکې نورو نجونو ته روزنه ورکوله، او ټولې نجونې یې بندي کړې. دا ورزشکاره وايي، په زندان کې په دغو ورزشکارانو باندې ملنډې وهل کېدې او وروسته د یو شمېر مشرانو په منځګړیتوب پدې شرط خوشې شوې چې نور به ورزش نه کوي.

له لوبو منع شوې ورزشکارانې
له لوبو منع شوې ورزشکارانې

هغه وايي، اوس په خپل کور کې تمرین کوي او خپلې ځینې نږدې ملګرې هم روزي.

هغې زیاته کړه: "ژوند ډېر مشکل شوی دی. خو زه یوه مبارزه یم او د همدې دپاره ژوند او خپلې مبارزې ته دوام ورکوم."

د طالبانو له خوا کنترولېدونکي د افغانستان د المپیک ملي فدراسیون ویاند اتل مشواڼي اسوشیټډ پرس ته وویل چارواکي هڅه کوي د ښځو لپاره د جلا ورزشي تمرین ځایونو په جوړولو سره د نجونو ورزش له سره پیل کړي. ښاغلي مشواڼي د نجونو د سپورتي فعالیتونو د بېرته پیلولو دپاره نېټه ونښوده او زیاته یې کړه چې ددې کار دپاره بودیجې ته اړتیا ده. طالبانو په وار وار له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تړلو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو ژمنې هم کړي دي چې تر اوسه ندي عملي شوي.

ورزشکاره نورا وايي، له خپلې کورنۍ سره له بل ولایت څخه کابل ته له راتګ وروسته یې فوټبال ته مخه کړه او د خپلې مور له سخت مخالفت سره سره په ډیرو لوبو او ملي سیالیو کې وځلېده.

نورا وروسته د سوک وهنې تمرین پیل کړ چې پدې برخه کې یې د خپلې مور ملاتړ هم ترلاسه کړ.

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته، نورا وايي، د ټیم روزونکي یې مور ته زنګ وهلی و چې هغه باید هوايي ډګر ته ولاړه شي ترڅو له هېواده وایستل شي. خو مور یې چې د نورا له تګ سره مخالفه وه، دا پیغام هغې ته نه و رسولی.

نورا وايي، پدې اړه هغه مهال خبره شوه چې ډیر ناوخته شوی او له هېواده تېښته ناشونې شوې وه.

هغه زیاتوي، درې میاشتې وروسته یوه کس چې ځان یې د طالبانو غړی معرفي کړ، د هغې کورنۍ ته زنګ ووهه او هغې ته یې د ورزش نه کولو خبرداری ورکړ.

نورا وايي، له وېرې خپل پلرني ولایت ته لاړه. هغه که څه هم اوس بیرته کابل ته ستنه شوې خو زیاتوي چې په ډار کې ژوند کوي. هغې وویل: "که پخوا ژوند سخت هم وو، خو ما پر ځان باور درلود او خپل کار ته مې ادامه ورکوله. خو اوس راته نوره هیڅ تمه نده پاتې."

XS
SM
MD
LG