د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د نوم لیکنې په یو مرکز کې چاودنې ۱۷ تنه ووژل


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د یعقوبیو د جومات په چاودنه کې دولس تنه وژل شوي دي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د یعقوبیو د جومات په چاودنه کې دولس تنه وژل شوي دي.

د خوست د یعقوبیو ولسوالۍ په یو جومات کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په یو مرکز کې د ماین د چاودنې له امله ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د خوست سرپرست امینه قوماندان سمنوال عبدالحنان امریکا غږ اشنا ته وویل، نن د یکشنبې د ورځې (مۍ۶) د یعقوبیو ولسوالۍ د اډې په جومات کې، چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز په کې فعال و، د یو ماین د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ تنه مړه او ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

سمنوال عبدالحنان وویل، ناپیژاندو کسانو د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د مامورینو د یو میز لاندې ماین ځای پرځای کړی و، چې له غرمې وروسته یې چاودنه وکړه.

د خوست د عامې روغتیا د ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین منګل امریکا غږ اشنا ته وویل، چې په چاودنې کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال وویل، د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه ویلي، چې دا برید د دغې ډلې کار نه وو.

په وژل شوو او ټپيانو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رایې ورکوونکو د نومونو د ثبت مامورین هم شامل دي.

چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، په دې چاودنه کې د نوم لیکنې یو ښځینه کارکوونکي وژل شوې او یوه بله ټپي شوي ده.

په افغانستان کې د رایې ورکوونکو ډیر مرکزونه په عامه ځایونو په ځانګړي ډول په جوماتونو کې جوړ شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره، د وري د میاشتې په ۲۵مه د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیل را وروسته تراوسه د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا د نوم لیکنې او د تذکرو د ویش په څو مرکزونو بریدونه شوي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG