د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د سولې د ولسي حرکت لاریون


په خوست کې د سولې د ولسي حرکت لاریون کوونکي
په خوست کې د سولې د ولسي حرکت لاریون کوونکي

د خوست ولایت په سلګونو اوسیدونکو د پنجشنبې په ورځ د ( جنوري ۱۷) په خوست ښار کې د هلمند د سولې د ولسي حرکت د يو شمېر غړو په ګډون لاريون وکړ.

لاریون کوونکو د سولې له روانو هڅو ملاتړ اعلان کړ او د جګړې د دواړو لورو افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یې د اوربند په کیدو ټینګار وکړ.

ددغه حرکت غړو له وسله والو طالبانو غوښتل چې د امریکا پرځای د افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړي ځکه چې د جګړې اصلي طرفونه افغان حکومت او طالبان دي.

د سولې د ولسي حرکت يوه غړي حاجي محمد نېکزاد امریکا غږ ته وويل، ددې اقدام څخه یې هدف د سولې د خبرو د پرمختګ او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند د ټينګيدو غوښتنه او ملاتړ دی.

د سولې د ولسي حرکت غړو پر طالبانو نيوکه وکړه او ویې ویل ددغه ولسي حرکت غوښتنو ته یې چې د تیرو اتو میاشتو راهیسې له هلمند ولایت څخه پیل شوی مثبت ځواب ورکړی نه دی.

د سولې ولسي حرکت چې مخکې د هلمند د سولې د کاروان په نامه ياديده، پر خوست سربېره د کندهار او جلال اباد په ښارونو کې يې هم د پنجشنبې په ورځ لاریونونه وکړل.

دغه لاريون په لسو بجو د خوست ښار د سولې له پارک څخه پیل او د ښار تر مرکزي چوکه وغځید.

khost protest
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

XS
SM
MD
LG