د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ښاغلي خوشحال سادات نن جمعه د ( اګست ۲۳) امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره پوره ترتیبات نیول شوي دي.
ښاغلي سادات وویل چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره په همغږي یې د پخوا په پرتله ټاکنو ته غوره چمتوالی لري.
هغه زیاته کړه، د رایه ورکونې د مرکزونو امنیت، د موادو لیږد، د کاندیدانو او رایه ورکوونکو امنیت ته پلانونه جوړ شوي دي او خلک باید په دې اړه هیڅ اندیښنه ونلري.