د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې محلي رسنۍ او د خلګو غوښتني


په خوست کې محلي رسنۍ او د خلګو غوښتني
په خوست کې محلي رسنۍ او د خلګو غوښتني

که څه هم په خوست کې محلي رسنۍ د ژوند په مختلفو اړخونو کې موثرې تمامې شوي، خو بيا هم خلک غوښتنه کوي، چې محلي رسنۍ دې خپل پروګرامونه د دوی د اړتياوو له مخې خپاره کړي. په دې اړه ابراهيم رحيمي رپوټ رالېږلی دی.

دا مهال په خوست کې پوره اته د ايف ايم راډيو ګانې او دوه تلويزيونونه فعاليت کوي، چې د ورځې په اوږدو کې مختلفې ټولنيزې، فرهنګي، روزنيزې سپورتي او يو شمېر نورې خپرونې خپروي.

اوريدونکي او ليدونکي وايي، چې دغو راډيو او تلويزيونونو د يادو شويو پروګرامونو په خپرولو سره د ټولنې په مختلفو اړخونو باندې تر ډېره بريده ښکاره مثبت اغېز کړی او يو شمېر هغه ناوړه دودونه، چې ټولنه يې له ستونزو سره مخ کړې، تر يوه حده له منځه تللي دي.

ليکوال او ژورنالېست نقيب الله متونوال وايي، چې د محلي رسنيو خپرونې د خلکو لپاره زياتې ګټورې او موثرې تمامې شوي او خلکو ته يې په مختلفو برخو کې معلومات ورکړي دي.

(( د محلي رسنيو خپرونو دخلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز کړی دی، مثلاً د روغتيا، ټولنيزو ستونزو او نورو ډېرو برخو کې خلکو ته ډېر څه خپاره کړي او ډېر معلومات يې ورکړي دي)).

دغه رسنۍ نه يوازې دا، چې مختلفې خپرونې لري، بلکې په سيمه او هېواد کې د رامنځته کېدونکو پېښو په اړه يې خبرونه هم خلکو ته وړاندې کوي او په دې برخه کې يې تر ډېره بريده هڅه دا وي، چې تر بلې انډولې رسنۍ مخکې د تازه پېښو او غونډو په خبرونه خپاره کړي.

د خوست ښار يو تن اوسېدونکی وايي، چې دوی هر وخت د خوست له محلي رسنيو څخه د سيمې او هېواد په اړه تازه او مهمو خبرونو ته انتظار باسي. دی وايي، چې اوس خلک هم د دې رسنيو له خبرونو سره عادت شوي او اوري يې:

(( خلک اوس د دغو رسنيو له خبرونو سره بلد شوي او ډېر يې اورې، مثلاً د بيارغونې او نورو پېښو په اړه خبرونه اوري او غوږ ورته نيسي)).

د خوست ښار يو تن دوکاندار، چې د مازديګر مهال يې په خپل دوکان کې د يوې محلې رسنۍ ديني خپرونې ته غوږ و، وويل، چې محلي رسنيو په ټولنه کې د هغو ديني مسايلو په اړه ډېر څه خپاره کړي، چې د ټولنې د ناخبرۍ له امله يې يو لړ ستونزې رامنځته کړې وې او د ديني خپرونو له لارې يې دغه مسايل د خلکو تر غوږونو رسولې دي.

(( محلي رسنيو د ديني او اسلامي مسايلو په اړه خلکو ته ډېر معلومات ورکړې او له هغه څه څخه يې خبر کړي دي، چې پخوا نه وو ترې خبر)).

بل لور ته د خوست د راډيو ګانو او تلويزيونونو يو شمېر اوريدونکي او ليدونکي بيا د خپرونو پر کیفيت نيوکه کوي او وايي، هغه څه، چې د ټولنې اړتياوې دي، هغه نه خپروي. دوی د دغو رسنيو له مسوولينو غوښتنه کوي، چې په کيفي لحاظ دې خپلې ښې خپرونې خلکو ته وړاندې کړي.

(( په اوس وخت کې په خوست محلي رسنۍ په دې باندې ډېره اتکا کوي، چې ډېرې خپرونې لري، خو دې ته توجه نه کوي، چې دغه خپرونې د کيفيت په لحاظ څنګه دي، يو شمېر رسنۍ بيا داسې دي، چې يوازې موسيقي خپروي)).

خو ژورنالېست نقيب الله متونوال د محلي رسنيو د خپرونو د کيفيت د ښه کولو په برخه کې د دغو رسنيو مسوولينو وړانديز لري او وايي: (( د رسنيو مسوولين بايد خپل خپرونې د ټولنې د اړتيا له مخې پر مخ پوزي او هغه څه خپاره کړي، چې د ټولنې په ګټه وي، نو په دې وخت کې به د دوی اوريدونکي او ليدونکي هم زيات شي)).

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG