د لاس رسي وړ اتصالات

د مهسا قاتلین په ۳۰ کاله تنفیذي بند محکوم شول


مهسا شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د کابل ښار په خیر خانه مېنه سیمه کې له خپل کور سره وتښتول شوه
مهسا شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د کابل ښار په خیر خانه مېنه سیمه کې له خپل کور سره وتښتول شوه

په کابل کې یوې ابتدائیه محکمې د شپږ کلنې ماشومې "مهسا" د قتل په تور دوه کسان په دیرش کاله بند محکوم کړل.

دغه محکمه چې نن یکشنبه د «غبرکولې پر ۵مه» تر سره شوه علني وه او د مهسا د کورنۍ په موجودیت کې یې پرېکړه وکړه.

د محکمې قاضي عبدالوارث عرفانپور حکم داسې واوراوه:"تاسو هر یو سجاد آقا د سید آقا زوی او روح الله د نورالله زوی د وړې ماشومې مهسا د تښتولو او بیا وژلو قضیې په تور...هر یو په دیرش دیرش کاله تنفیذي حبس محکوم شوی".

محکمې اعلان وکړ، چې تورن کسان کولای شي له پرېکړې وروسته د استیناف غوښتنه هم وکړي.

مهسا شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د کابل ښار په خیر خانه مېنه سیمه کې له خپل کور سره وتښتول شوه، چې یوه ورځ وروسته یې مړی په یاده سیمه کې تر یوه پله لاندې وموندل شو.

له دغې پیښې وروسته جمهور رئیس غني په دې اړه خواشیني څرګنده کړې وه او اړوندو ارګانونو ته یې امر کړی و چې یاده قضیه په جدي توګه تعقیب کړي.

شپږ کلنه مهسا په سرای شهزاده کې د یوه صراف لور وه او انسان تښتونکو یې له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، په تیر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ناامنۍ د پراخیدو له امله افغان سوداګرو او پانګه والو پر وړاندې هم امنیتي ګواښونه زیات وو، چې په دغه کال کې ۷۱ سوداګر او پانګه وال یاتښتول شوي، یا وژل شوي او یا هم ورته ګواښونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG