د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان کې د اوښانو مېله؛ د ځینو اوښانو بیه ۵ میلیون ډالر ده


د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې د اوښانو مېله روانه ده. د اوښانو دې کلني فستیوال ته نږدې ۴۰ زره اوښان راوړل شوي دي.

په دې مېله کې د غوره اوښانو د معلومولو دپاره سیالۍ کیږي او ځینې اوښان پلورلو ته وړاندې کیږي. که څه هم د ډیرو عادي اوښانو قیمت له څلور زرو تر ۲۷۰ زرو ډالرو دی، خو د ځینو اوښانو بیه له پنځه میلیون ډالرو پورته ده.

د پاچا عبدالعزیز په نوم د اوښانو دې فسټیوال سمبالوونکي وایي اوښان ځکه مهم دي چې لرغوني حیوانات دي او د سعودي لپاره د فرهنګي میراثونو اهمیت لري.

د فستیوال د انتخابي کمیټې رئیس خالد بن سلمان وايي، دغه فستیوال د سعودي د حکومت دپاره خورا ارزښت لري.

هغه وویل: "حکومت پکې ځکه لیوالتیا لري چې اوښ با ارزښته دی، او بل دا حیوان لرغونی او فرهنګي اهمیت لري. داسې یو څه چې د دې هیواد ولس ورسره تړاو لري."

د سږ کال دا فستیوال د تیرکال نومبر میاشتې په ۲۹ پېل شوی او پنځه څلویښت ورځې دوام کوي. دا مېله د هغو خلکو لپاره یو ښه فرصت دی چې د با ارزښته حیواناتو سره مینه لري او ځینې وخت د یو اوښ د پیریدلو لپاره په میلونونو ریاله ورکوي.

د پاچا عبدالعزیز د اوښانو فسټیوال
د پاچا عبدالعزیز د اوښانو فسټیوال

ددې میلې ګډونوال او د اوښانو خاوند نایف الرجهي وايي له اوښانو سره مینه د دوی دود دی او دا دود له نیکونو ورپاتې دی.

هغه وویل: " مونږ د اوښانو سره بل ډول مینه لرو او دا علاقمندي یوه عادي خبره ګڼل کیږي. مونږ باید د خپلو پلرونو، او نیکونو دا دود او دستور وساتو او ترڅنګ يي د خوشحالۍ دا احساس باید ژوندی وي."

د فستیوال جوړوونکي او ګډونوال وایي د اوښانو سره د سعوديانو ډیرې مینې له کبله د اوښانو بیې ډيرې لوړې شوي چې حتی د یوه اوښ بیه د ۱۵ نه تر شل میلیونو سعودي ریالو رسیږي، چې له ۴ میلیون تر ۵.۵ میلیونه ډالر کیږي.

د اوښانو خاوند خالد بن هیتلین وویل: "مونږ په اوښانو سوداګري کوو، پانګونه کوو او په اجاره يي رانیسو. مونږ دا پانګونه په خپل فرهنګ کوو. داسې اوښان چې په دوه میاشتو یا ۴۵ورځو کې درته یو میلیون ریال جوړوي، د خاوند لپاره تاواني دی. ځکه مونږ په ۴۵ ورځو کې د پنځه، شپږ، یا لس میلیون ریالو ګټلو تمه لرو."

د ځینو اوښانو بیه د ۱۵ نه تر شل میلیونو سعودي ریالو رسیږي، چې له ۴ میلیون تر ۵.۵ میلیونه ډالر کیږي.
د ځینو اوښانو بیه د ۱۵ نه تر شل میلیونو سعودي ریالو رسیږي، چې له ۴ میلیون تر ۵.۵ میلیونه ډالر کیږي.

ددې مېلې جوړوونکي وایي دا فستیوال، چې فرهنګي، اقتصادي، ورزشي او حتی یو لړ تفریحي مراسم بلل کیږي، تر یو میلیون ډير خلک يي لیدلو ته ورځي.

د پاچا عبدالعزیز د فسټیوال ویاند محمد الحربي وویل: "دلته تر ۴۰ زرو ډیر اوښان راوړل شوي او د میلې د رسمي ګډونوالو شمیر تر دری زرو زیات دی. د فستیوال په دوان کې تر یو میلیون زیات خلک يي سیل ته راځي."

XS
SM
MD
LG