د لاس رسي وړ اتصالات

کربي: پاکستان په اصل کې هیڅکله د متحده ایالاتو متحد ندی پاتې شوی


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار جان کربي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار جان کربي وايي، پاکستان هېڅکله د امریکا متحد نه دی پاتې شوی او د ده په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد تړون هم نشته.

کربي د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۵ (مرغومي ۲۶) په یو خبري کنفرانس کې د یو پاکستاني خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان یې د امریکا د "اوږدې مودې متحد" بللی و، دا خبره وکړه.

جان کربي وویل: "پاکستان لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، په اصل کې هیڅکله د متحده ایالاتو متحد نه دی پاته شوی. زما مطلب دا دی چې [امریکا] له پاکستان سره د اتحاد هیڅ ډول تړون نه لري، خو په تیرو څو لسیزو کې د کلونو په اوږدو کې، چیرته چې مناسبه وه، چې د پاکستان سره د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره چې لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ملا په تیر کې شتون لري، مشارکت درلودلی دی."

خو بیا هم کربي وویل: "موږ دا منو چې د پاکستان خلک لاهم د تاوتریخوالي ډک تروریزم قرباني دي چې د پولې له هاخوا څخه راځي. موږ دا منو او تر هغه چې د چارو واګې ولرو د دغو ګډو ګواښونو او ننګونو د حل لپاره پاکستان سره کار کولو ته ژمن یو ژمن پاته کیږو. زموږ دغه دریځ نه بدل شوی او نه به بدل شي."

پاکستاني مقاماتو تل ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال او د پاکستان مخالفې نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې ځالې لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي او پلي کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او په ځواب کې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي باید د خپلو امنیتي مسوولیتونو د نه ترسره کولو پړه پر افغانستان واچوي.

طالبانو ادعا کړې چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

خو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته، په پاکستان کې د یاغیتوب، تاوتریخوالي او امنیتي پیښې زیاتې شوي چې د زیات شمېر دغو پریکړو پړه یې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې ده.
د ۱۳۵۷ کال د ثور له اوومې کودتا او ورپسې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو له خوا پر افغانستان له یرغل وروسته، پاکستان په سیمه کې د امریکا یو له مهمو همکارانو څخه و او د افغان جهادي ډلو ملاتړ یې کاوه، چې د هغه وخت د حکومت او شوروي ځواکونه پر ضد یې جګړه کوله.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو او پر افغانستان د امریکا په مشرۍ له یرغل وروسته چې د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت د نسکورېدو لامل شو، پاکستان د طالبانو فراري مشرانو ته پناه ورکړه او هغوی ته یې مالي مرستې او وسلې برابرې کړې. په دې ترڅ کې د پاکستان سره د امریکا اړیکې د افغان طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ د ادعاوو له امله د لوړو او ژورو شاهدې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG