د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان مړ شو


د ملگرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفی عنان د شنبې په ورځ (اگست ١٨) د ٨٠ کالو په عمر له نړۍ سترگې پټې کړې.

د کوفي عنان بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ملگرو ملتونو پخوانی سر منشي د "لنډې ناروغۍ" وروسته د سویس په یو روغتون کې مړ شو.

ښاغلی عنان د ١٩٣٨ کال د اپریل په اتمه په گانا کې زیږیدلی و او په ١٩٦٢ کال کې یې د ملگرو ملتونو د روغتیا سازمان د اداري او بودجې د مدیر په توگه په ژنیو کې کار پیل کړ.

هغه وروسته بیا د ملگرو ملتونو د سازمان په څو پوستونو کې د امریکا د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې کار وکړ او بالاخره په ١٩٩٧ کې ددې سازمان عمومي منشي شو.

کوفي عنان لومړنی تورپوستی افریقایي و چې د ١٩٩٧ نه تر ٢٠٠٦ پورې یې د ملگرو ملتونو د سازمان مشري وکړه.

ښاغلي عنان پداسې وخت کې د ملگرو ملتونو مشري کوله چې د سپتامبر د ١١ بریدونه وشول، هغه بریدونه چې د القاعده شبکې په څیر ترهگرې شبکې په ضد یې نړۍ متحده کړه، خو د امریکا په مشرۍ پر عراق باندې له پوځي برید وروسته نړۍ په جدي توگه وویشل شوه.

ښاغلي عنان د ټایمز مجلې سره د ٢٠١٣ کال په فبرورۍ کې په یوه مرکه کې ویلي وو چې د عراق جگړه د هغه د ژوند "تر ټولو تورې شیبې" وې، هغه جگړه چې ده نه شوه درولی.

هغه په خپله دغه مرکه کې ویلي وو چې په جدي توگه یې هڅه وکړه چې پر عراق باندې د حملې مخه ونیسي او ددې کار لپاره یې د نړۍ له مشرانو سره تیلیفوني خبرې وکړې، خو په پای بیا هم جگړه پیل شوه.

کوفي عنان ته په ٢٠٠١ کال کې د ملگرو ملتونو د سازمان سره یوځای د بشر دوستۍ په خاطر د نوبل جایزه وکړل شوه.

XS
SM
MD
LG