د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: د جمهور رئیس ټرمپ له نظر سره پوره موافق یو


ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر روسیې باندې د گانگرس له خوا نوي لگول شوي بندیزونه لاس لیک کړل
ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر روسیې باندې د گانگرس له خوا نوي لگول شوي بندیزونه لاس لیک کړل

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې د امریکا او روسیې اړیکې په ټول تاریخ کې "خورا ټیټې او خطرناکې" کچې ته رسیدلي دي. د ښاغلي ټرمپ د څرگنودونو نه یوه ورځ وروسته کرملین وویل چې د جمهور رئیس ټرمپ له خبرو سره "په بشپړه توگه" موافق دي.

ښاغلي ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې دغه خبرې یوه ورځ وروسته له هغې کړي چې پر روسیې باندې یې د نویو بندیزونو د لگولو لایحه لاس لیک کړه. مسکو ددې کار په غبرگون کې له امریکا غوښتني چې ٧٥٥ امریکایي دیپلوماتان له روسیې نه وباسي.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر روسیې باندې د گانگرس له خوا لگول شوي بندیزونه لاس لیک کړل او روسیې دغه کار د یو "څرگند تجارتي جنگ" په توگه وگاڼه او اعلان یې وکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو دغه اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدلو هیله له منځه یوړه.

د کریملن ویاند دیمیتري پیکوف خبریالانو ته د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو په اړه وویل چې "مونږ {د امریکا د جمهور رئیس} د نظر سره پوره موافق یو". هغه خبریالانو ته وویل چې دا کار ښایي پر هغو مسایلو هم اثر وکړي چې دواړو هیوادونو او خلکو ته خورا مهمې دي.

په دې ترڅ کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گابریل د جمعې په ورځ وویل چې پر روسیې باندې نوي بندیزونه چې جمهور رئیس ټرمپ لاس لیک کړل خورا "ستونزه زیږونکي" دي.

ښاغلي گابریل پر امریکا باندې په نیوکې سره وویل "څرگنده ده چې هغوی د اقتصادي گټو په لټه کې دي او فکر کوم چې داسې کار د منلو وړ نه دی".

د امریکا کانگرس ویلي چې پر روسیې باندې یې دغه نوي بندیزونه د اوکراین په کړکیچ کې د لاس لرلو او د امریکا د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د لاس وهنو په خاطر لگولي دي.

جمهور رئیس ټرمپ د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې لاس وهنې نه ردوي خو وایي چې دې کار د انتخاباتو پر نتیجې کوم اثر نه دی درلودلی. هغه دا هم وایي چې پر مسکو باندې د نویو بندیزونو له لگولو سره چندان موافق نه و او ددغه بندیزونو لاس لیک کولو ته چندان لیواله نه و.

مسکو ددغو نویو بندیزونو په وړاندې غبرگون ښودلی او د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د تیرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ٢٠١٧ کال د سپتامبر تر لومړی نیټې پورې باید ٧٥٥ امریکایي دیپلوماتان له روسیې نه ووځي.

XS
SM
MD
LG