د لاس رسي وړ اتصالات

پوتن ۷۵۵ امریکایي دپلوماتان له روسیې نه وباسي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن ٧٥٥ تنه امریکایي دپلومانو ته د هغې نه وروسته ویلي چې د روسیې نه دې ووځې چې امریکا په دغه ملک بندیزونه ولگول.

امریکا په روسیې باندې د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې له کبله بندیزونه لگولي دي.

ښاغلي پیوتن د روسیې ټلویژون ته وویل چې "په روسیې کې د امریکا په سفارت کې د زرو تنو نه زیات کار کوې، په دغو کسانو کې دې ٧٥٥ خپل کارونه بند کړي."

پوتن ویلي دي چې روسیه د امریکا د بندیزونو په بدل کې نور اقدامات هم کولې شي څو زیاته یې کړه چې هغه یې مخالفه دی.

مسکو واویي چې هغوې په امریکا کې ۴٥٥ تنه دپلوماتان لرې او د ٧٥٥ تنو امریکایي دپلوماتانو د شړلو نه وروسته به دواړو ملکونه د یو بل په هیوادنو کې ۴٥٥ تنه دپلوماتان ولرې.

د روسیې د ولسمشر پوتن د بیان نه مخکې د روسیې د بهرنو چارو د وزیر مرستیال سرگې ریابکو د اې بي ټيلویژون ته په مرکې کې ویلي ول چې روسیه د امریکا نه غچ اخیستو ته اړ ده.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د پوتن دغو څرگندونو ته لا څه ځواب ندې ویلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په روسیې کې د امریکایي دپلوماتانو د شمیر د څرگندولو نه هم ډډه کړې خو داسې ویل کیږي چې امریکا په روسیې کې شاوخوا ۴٠٠ تنه دپلوماتان لري.

XS
SM
MD
LG