د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال میلي: سږکال له اوکراین څخه د روسي ځواکونو ایستل خورا ستونزمن دي


د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومي ۳۰) جدي شک وښود چې اوکراین دې سږ کال له خپلې خاورې څخه د روسي ځواکونو په ایستلو کې بریالی شي.


د جرمني په رامشتاین پوځي اډه کې د اوکراین په اړه د امریکا په کوربتوب غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: "له پوځي اړخه زه لا هم په دې باور یم چې په روان کال کې به دا ډېره ډیره ستونزمنه وي چې په پوځي طاقت سره روسیې ځواکونه د اوکراین د اشغال شویو سیمو له هر انچ څخه وایستل شي."

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن دې غونډې ته وویل، اوکراین تمه لري چې په راتلونکي پسرلي کې د روسیې په وړاندې ځوابي برید وکړي او په متحدینو غږ کوي چې د کیف سره د مرستې لپاره د وسلو لیږد ګړندی کړي.

آسټن په جرمني کې د اوکراین د متحدینو په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل، "موږ د اوس او پسرلي ترمنځ د فرصت یو څرک لرو... کله چې دوی خپل عملیات او متقابل برید پیل کړي." هغه زیاته کړه چې "دا زیات وخت نه دی او موږ باید سم ظرفیتونه سره یوځای کړو."

د جرمني پر وړاندې د یو انتقاد څخه د دفاع په ترڅ کې چې وایي برلین د کیف سره د مرستې لپاره ډیر څه نه کوي، ښاغلي آسټین وویل لویدیځ متحدین کولی شي د اوکراین سره ملاتړ نور هم زیات کړي.

آسټن له اوکراین سره د پوځي مرستو د زیاتولو په اړه د امریکا په مشرۍ غونډې ته وویل، "موږ ټول ډېر څه کولای شو"، خو هغه سره له دې چې جرمني اوکراین ته تر اوسه د لیوپارد ۲ پوځي ټانکونو د لیږلو نه ډډه کړې، ټینګار سره وویل چې برلین د "باور وړ متحد" دی.

د متحده ایالاتو په کوربه توب د ډونرانو په دې غونډه کې، د جرمني د دفاع نوي مقرر شوي وزیر بوریس پیسټوریوس ټینګار وکړ چې برلین بې میله ندی بلکې د تجهیزاتو په اړه په احتیاط سره عمل کوي، او وویل چې نور متحدین هم د ګټو او زیانونو سنجش کوي.

برلین کیف ته د لیوپارډ ۲ ځواکمنو ټانکونو په لیږلو کې د پاتې راتللو له امله د اوکراین او همدارنګه د ځینو اروپایي متحدینو لخوا د ډیرو نیوکو سره مخ دی.

په جرمني کې جوړ شوي لیوپارد ټانکونه نړیوال شهرت لري او پداسې حال کې چې د اوکراین پوځ د پخواني شوروي اتحاد د وخت ټانکونه کاروي کیف د اوږدې مودې راهیسژ د هغه د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG