د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې جګړو د موسمي میوو پر نرخونو اغیز کړی


2242560 - Daily Life at Chaman
2242560 - Daily Life at Chaman

د کندز بزګران وايي چې روانو جګړو یې د موسمي میوو پر نرخونو اغیز کړی، او دوي به سږ کال له خپلو پالیزونو د تیر کال په څیر ګټه وانخلي.

بزګرانو ویلي چې روانو جګړو یې د موسمي میوو -- خټکیو او هندواڼو پر پلور منفي اغیز کړی او سږ کال به دوي له خپلو پالیزونو هغسې ګټه وانخلي لکه تیر کال.

د تیر کال په پرتله سږ کال د خټکیو او هندواڼو نرخونه نیم په نیمه راټیټ شوي دي.

پخوا به سوداګرو خټکي او هندواڼې په پالیزونو کې اخیستې خو سږ کال د جګړو له امله کلیو ته سوداګر نه شي تللی.

سوداګرو به خټکي او هندواڼې کابل او نورو ولایتونو ته وړلې خو سږ کال په کمه اندازه موسمي میوې نورو سیمو ته وړل کیږي او زیاته اندازه په خپله کندوز کې پاتي کیږي چې له امله یې نرخونه هم رالویدلي دي.

د کندز یو بزګر د جګړو او د بزګرو د زراعتي محصولاتو د عاید په اړه وویل:

«سهار مې خټکي راوړي وو خو حاصلات مو له منځه تللی، پالیزونه حاصل ته ورسیږي خو وچیږي، تیر کال مو یو موټر خټکي په لس زره او اته زره افغانۍ پلورل خو سږکال یې په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورو، او هغه هندواڼې چې به په ژمې کې کښینول کیدې ښه حاصل به یې ورکاوه خو سږ د هغو هندواڼو هم مزه نه وه.»

بزګرانو ویلي دي چې دوي نورو ولایتونو ته د خپلو محصولاتو د وړلو په نیت زیاته ځمکه کې پالیزونه کړي وو. خو سږ کال به یې پالیزونه خپل مصرف هم پوره نه شي کړای.

په کندوز کې د خټکیو او هندواڼو یو تن سوداګر علی احمد ملاخیل چې نورو ولایتونو ته خټکي او هندواڼې وړي وویل چې تیر کال ددوي کاروبار هم ښه و خو سږ کال ټول تاوان بزګران کوي.

هغه وویل چې د ناامنیو له امله له کندوز څخه خلک وتلي او په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شوې ده نو ځکه دوي او دهقانان په تاوان کې دي:

«پروسږ کال د هندواڼو خرڅلاو هم زیات و خو سږ کال ارزانه دي سږ کال یوه هندواڼه په ۲۰ او ۲۵ ده خو تیر کال تر دې ګرانې وې، او خټکي هم همدغه شان نیم په نیمه ارزان شوي دي.»

د کندوز د زراعت مسولین هم ویلي دي چې کندوز کې د خټکیو او هندواڼو مشهور تخمونه کرل کیدل چې د خوږوالي له امله په هیواد کې شهرت لري، خو د تیر کال په پرتله ددغه ولایت دهقانان د جګړو او ناامنیو له امله په زراعتي محصولاتو کې تاواني کیږي.

د زراعت ریاست یو تن مامور وویل چې د کندوز په سلګونو هکتاره ځمکه کې خټکي او هندواڼې کرل کیږي، چې له کندوز پرته نورو ولایتونو ته هم د سوداګرو له خوا لیږدول کیږي.

دغه مامور وویل چې سږ کال د نورو ولایتونو سوداګر دغه ولایت ته د ناامنۍ له امله نه دي راغلي او په کمه اندازه تازه میوه نورو ولایتونو ته وړل کیږي، چې له امله یې د پر سوداګرۍ او د دهقانانو د محصولاتو پر خرڅلاو منفي اغیز شوی دی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG