د لاس رسي وړ اتصالات

کوګلمن: افغانستان څخه له وتلو وروسته سویلي اسیا کې د امریکا تمرکز پر هند دی


مایکل کوګلمن، د جنوبي اسیا د چارو شنونکی
مایکل کوګلمن، د جنوبي اسیا د چارو شنونکی

د جنوبي اسیا د چارو امریکايي شنونکی مایکل کوګلمن وايي له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته اوس په سویلي اسیا کې د واشنګټن نږدې ټول پام په هند متمرکز شوی دی.

کوګلمن له امریکا غږ سره په مرکه کې واشنګټن ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن په بلنه د هند د صدراعظم نرندرا مودي روان سفر خورا مهم وباله.

هغه وویل: "دا څرګندوي چې د بایډن اداره باور لري چې له هند سره اړیکې ډیرې مهمې دي. زه فکر کوم ولسمشر بایډن پخپله تل د هند سره د ملګرتیا کولو په اړه شخصي علاقه درلوده، که د سناتور او بیا د مرستیال ولسمشر په توګه د هغه سابقې ته وګورئ."

کوګلمن وايي، په تیر یو کال کې یې د امریکا او هند ترمنځ د امنیتي ملګرتیا په برخه کې ډیر پرمختګ لیدلی او وايي، ددې یو عمده لامل له چین سره د دواړو هېوادونو ترینګلې اړیکې دي.

هغه وویل: "واشنګټن او نوی ډیلی دواړه اړتیا لري چې د مشترک ګواښ په وړاندې له یو بل سره همکاري وکړي. خو دا یوازې دفاعي همکاري نه ده. زما په باور په تخنیکي برخو کې هم په وروستیو کلونو کې د دواړو همکاري ترټولو لوړې سطحې ته رسېدلې ده."

کوګلمن دا مني چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا افغانستان او پاکستان ته پاملرنه کمه کړې ده. هغه وايي که څه هم واشنګټن د طالبانو پر جګپوړي مشرتابه بندیزونه لګولي دي خو په اړه یې ډېر لږ څه ویل کیږي.

هغه وویل: "امریکا په حقیقت کې په ښکاره له طالبانو سره اړیکې نه شي نیولی، ښکیلتیا باید محدوده وي او یوازې بشري مرستې په بر کې نیسي."

د کوګلمن په وینا، د پاکستان په اړه بیا واشنګټن یو څه نرم دریځ خپل کړی دی.

له مایکل کوګلمن سره مرکه دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG