د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن ته د مودي سفر؛ د متحده ایالاتو او هند د اړیکو نوی پړاو


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ اول) د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره د یو لړ دفاعي او سوداګریزو تړونونو په لاسلیک کولو سره د متحده ایالاتو او هند ترمینځ د لا پیاوړو اړیکو پیل اعلان کړي.

د ښاغلي بایډن د ادارې لوړ پوړو مقاماتو ویلي دي چې د کانونو له صنعت څخه نیولې د ټکنالوژۍ سکتور او فضایي، دفاعي او سوداګریزو همکاریو په برخو کې به پراخ تړونونه اعلان شي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به یو نوی پړاو پرانیزي.

د ځینو تړونونو هدف په چین باندې د تکیې د کمولو لپاره د اکمالاتو پیاوړتیا ښودل شوې ده. د امریکا متحده ایالات همداشان په دې لټه کې دي چې د هند او اسټرالیا په څیر هیوادونو سره د دفاعي اړیکو په پیاوړي کولو سره د هند - آرام سمندر په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ مخه ونیسي.

دواړه مشران به یو تړون لاسلیک کړي چې د متحده ایالاتو "جنرل الکټریک" شرکت ته به اجازه ورکړي چې د هند د هوایي ځواکونو د غښتلي کولو لپاره په هغه هېواد کې د جیټ انجنونه تولید کړي. یو مقام دغه تړون "لار خلاصونکی" بللی دی.

د "جنرل الکټریک" شرکت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هند د هوايي چلند له شرکت سره یې د جټ انجنونو د تولید لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

پر دې سربیره، د نوي ډهلي او واشنګټن ترمینځ د یوې بلې موافقې له مخې، په سیمه کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو کښتۍ کولی شي د ترمیم لپاره د هند د کښتیو جوړولو په تمځایونو کې ودریږي.

یو امریکايي مقام وویل چې د دواړو هېوادونو مشران به د هند له خوا د امریکایي ام‌کیو-۹بي، بې پیلوټه الوتکو د پېرودلو لپاره د هند پلان په ډاګه کړي چې د وسلو لېږدولو وړتیا لري. دغه امریکايي چارواکي زیاته کړه: "موږ اوس په ریښتیا هم د راتلونکي نسل دفاعي مشارکت ته داخلیږو."

په دې تړونونو کې د متحده ایالاتو د مایکرون شرکت د ۲.۷ میلیارډ ډالرو پلان هم شامل دی چې د مودي په اصلي ټاټوبي ګجرات ایالت کې به د د کمپیوتري چیپونو د ازمایلو او بسته بندۍ یو نوی مرکز رامینځته کړي.

متحده ایالات به د دې تړونونو پر بنسټ، همداشان هندي مسلکي کارګرانو ته د ویزو په ورکولو او نوي کولو کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.

واشنګټن غواړي هند د چین پر وړاندې یو ستراتیژیک انډول واوسي او له همدې امله متحده ایالات هند ته د یو مهم ملګري په سترګه ګوري. له بلې خوا مودي هم هڅه کوي چې له چین سره له ترینګلو اړیکو وروسته په نړۍ کې د خپل هېواد نفوذ زیات کړي.

بایډن مودي ته د سره غالیو په غوړولو سره خاص هرکلی ووایه او په یو بیساري اقدام کې مودي موافقه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په یو خبري کنفرانس کې برخه واخلي. مودي د خپل صدارت په نهه کلنه موده کې د دندې له پیل راهیسې هیڅ مطبوعاتي کنفرانس ندی ورکړی.

منتقد امریکايي وکیلان

ښاغلی بایډن د دموکراتانو تر فشار لاندې دی چې په هند کې د بشري حقونو په اړه له مودي سره خبرې وکړي. د کانګرس دریو دموکرات وکیلانو - الکساندریا اوکاسیو کورټز، الهان عمر او رشیده طلیب - ویلي چې دوی به د متحده ایالاتو کانګرس ته د مودي د وینا په مراسمو کې برخه وانخلي.

اوکاسیو کورټز د چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ولیکل: "زه خپل همکاران چې د تنوع، زغم او د مطبوعاتو د آزادۍ ملاتړي دي، هڅوم چې پدې کار کې له ماسره مل شي."

یو امریکايي مقام خبریالانو ته ویلي چې بایډن به د مطبوعاتو د ازادۍ، مذهبي ازادۍ او نورو مسلو په اړه خپلې اندېښنې په درناوي سره مطرح کړي.

د بشري حقونو مدافعینو چې پلان لري د مودي د سفر پرمهال اعتراض وکړي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې بایډن باید په علني توګه د مودي د بشري حقونو ریکارډ په ګوته کړي. د هغوی په وینا، د هند له مشر سره په شخصي توګه د مسلو په راپورته کولو کې د امریکا چلند اغېزمن نه دی او په هند کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی.

د صدراعظم مودي هندو ملتپال حکومت د رسنیو د ځپلو او د هیواد د مسلمان اقلیت د حقونو د محدودولو له امله تر سختو نړیوالو نیوکو لاندې راغلی دی.

په تیرو دوو لسیزو کې، د متحده ایالاتو ډیرو ادارو له هند سره د یو مهم شریک په توګه چلند کړی. د بل کلنټن څخه نیولې تر جورج ډبلیو ایچ بوش، بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ پورې، د امریکا پخواني ولسمشران هند ته تللي دي.

خو دمخه تر دې، د متحده ایالاتو هیڅ پخواني ولسمشر هغه څه چې بایډن یې مودي ته ترسره کوي، نه دي کړي: یوه رسمي دولتي لیدنه چې ډیر تشریفاتي مراسم، میلمه پالنه، سپینې ماڼۍ ته مخامخ په رسمي میلمستون کې استوګنه او نور پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG